تروريزم
په وردګو کې خونړۍ چاودنې مرګه ژوبله اړولې
۱۳۹۷ آبان ۵, شنبهاعلان
پیښه په میدان ښار، کې هغه وخت رامنځ ته شوې چې پولیس او ملکي وګړي د پولیسو دې مرکز ته د تګ راتګ په حال کې وو. د وردګو د پولیسو ویاند حکمت دراني، په خبره په پیښه کې درې ملکیان او دوه پولیس وژل شوي. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې د تلفاتو کچه تر دې هم لوړیدای شي ځکه ژغورونکي اوس هم په سیمه کې دي.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې مخکې طالبانو د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په ورته بریدونو لاس پورې کړی دی.
وردګ له ستراتیژيک لحاظه د افغان حکومت او طالبانو له پاره ډیر ارزښت لري ځکه که یاغیان کابل ته په نزدې پروت دې ولایت کې خپلو حضور پیاوړی کړي نو کولای شي چې له دې ځایه په پلازمینه کابل کې خپل بریدونه پلان کړي.