1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هوايي برید کې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی

۱۳۹۷ آذر ۱۱, یکشنبه

افغان چارواکو او طالبانو ویلي چې په هلمند ولایت کې د امریکايي او افغان ځانګړو ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو جګپوړی او مهم قوماندان وژل شوی دی. په دې برید کې د ۲۹ نورو جنګیالیو د وژلو خبر هم ورکړل شوی.

https://p.dw.com/p/39HtF
Afghanistan | Luftangriff in Nangarhar
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر میاشتې په ۲ نیټه) افغان او امریکايي چارواکو ویلي چې په جنوبي هلمند ولایت کې د افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو یو جګپوړی قوماندان وژل شوی دی.

 د هلمند والي محمد یاسین خان وویل چې عبدالمنان چې د هلمند ولایت له پاره د طالبانو مسوول وو، د شنبې په ورځ د خپلو ۲۹ نورو جنګیالیو سره یوځای په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د هلمند والي همدا راز ویلي چې عبدالمنان او یادو نورو جنګیالیو له ځايي قوماندانانو سره ملاقات درلود چې یوه هوايي برید په نخښه کړل.

طالبانو د دغه قوماندان مرګ په هلمند او ګاونډي کندهار ولایت کې د طالبانو چارواکو تائید کړی دی خو تر اوسه پورې د نوموړي د مرګ د پخلي له پاره د امریکا پوځ څه نه دي ویلي. د امریکا پوځ د دې پیښې او د ملا عبدالمنان د وژل کیدو په هکله یوازې دومره ویلي چې دوی په دې هکله اوسمهال معلومات راټولوي.

له ۲۰۱۴م کال را وروسته هغه مهال چې ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل جګړه ایز ماموریت پای ته ورساوه، طالبانو په دې وروستیو کې د بریدونو په ډیرولو سره یو ځل بیا خپل ځواک څرګند کړی دی. د افغان چارواکو په وینا د ملا عبدالمنان مرګ یوه ستره بریا ده.

په کابل کې میشت یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په دې هکله وویل: «هغه [عبدالمنان] د افغانستان په جنوب کې د طالبانو یو له جګپوړو قوماندانانو څخه وو او د هغه مرګ به پر امنیت یو [مثبت] اغیز ولري.»