1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کي دنارینه وو سره د جبري واده کولو پيښي ډیری سوي دي

۱۳۹۶ دی ۱۷, یکشنبه

داسي معلومیږي چي د هندوستان د بیهار په ایالت کي د هغو نارینه وو تښتوني عملأ ډیري سوي وي ، چي په زوره واده کولو ته مجبوره کیږي. د يوې ورځپاڼي په حواله یوازي په ۲۰۱۶ کال کي ددغه ډول جبري واده کولو قضیې ۳۰۷۵ ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2qQgp
Indien Bihar Zwangsheirat
انځور: Youtube

لکه څنگه چي پولیسو خبر ورکړی دی، اوس دوی د یوه ۲۹ کلن انجینر قضیه څيړي. انجینر ویلي دي، چي دئ د خپل یوه دوست واده ته پر لاري وو، چي پخپله وتښتول سو او مجبوره سو، دیوې داسي ښځي سره واده وکړي ، چي هیڅ یې نه پيژني. 

دغه ۲۹ کلن انجینر په یوه ویدیو کي ښکاره کیږي، چي څنگه د واده د مراسمو پر وخت ژاړي. دغه ویدیو د هندي ټلویزوني چینل- NDTV لخوا تیره  جمعه دجنوري پر پنځمه نشر سوې ده. په ویدیو کي د ناوي د فامیل لخوا یوه ښځه معلومیږي، چی د انجینر ژړا ورپاکوي او ورته وايي، چي«موږ خو تا نه راځړو، بلکي موږ فقط د واده مراسم تجلیلوو.»

شک کیږي ، چي د دغه ډول جبري واده کولو ترشا هغه غریبي کورنۍ وي، چي غواړي خپلي لوڼي  واده کړي ، خو د هندي  رسم ورواج په سبب نسي کولای د نارینه وو کورنیو ته لوړ ولور «جهیز» ورکړي. 

د «Times of India» د ورځپاڼي په حواله اوس په هندوستان کي د نارینه وو دغه ډول تښتوني مخ پر ډیریدو دي. په ۲۰۱۶ م کال کي د دغه ډول تښتونو او جبري واده کولو قضیې ۳۰۷۵ ته رسیدلي دي، پداسي حال کي چی دوه کاله دمخه لا  ۲۵۳۳ پيښي ثبت سوي وې. د ورځپاڼي په راپور کي دا هم راغلي دي، چي اکثرأ په دغه ډول ودونو کي بیرته طلاق نه رامنځته کیږي. 

زموږ د ارشیف څخه اړونده انځوریز البوم : (12.03.2017)