1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې همجنسبازي نور جرم نه دی

۱۳۹۷ شهریور ۱۶, جمعه

د هند سترې محکمې پر همجنسبازۍ باندې د استعماري دورې پر وخت لګیدلی بندیز لیرې کړی دی. محکمې ویلي دي چې دغه قانون «د همجنسباز قشر د ځورولو له پاره یوه وسیله ګرځیدلې وه.»

https://p.dw.com/p/34TgT
Mitglieder der LGBT-Gemeinschaft demonstrieren über Orlando Shooter
انځور: picture-alliance/dpa

د هند سترې محمکې د پنجشنبې په ورځ په خپله پریکړه کې ویلي دي چې د همجنسو تر منځ په خپله خوښه جنسي مقاربت په دغه سویلي آسیايي هیواد کې نور جرم نه دی.

د محکمې دغې پریکړې د ۱۴۶ کاله دمخه د استعماري دورې پر مهال لګیدلی قانون له منځه وړی چې ۳۷۷ ماده وه او له مخې پر همجنسبازۍ بندیز وو. تر اوسه د دغه قانون له مخې تر لسو کلونو د بند سزا ورکول کیده، خو په دې ترڅ کې ډیر کم کسان زندان ته لیږل شوي دي.

د سترې محکمې مشر دیپک مسرا، د دغې پریکړې د اعلانولو پر مهال وویل: «دغه قانون د همجنسباز قشر د ځورولو له پاره وسیله ګرځیدلې وه.»

Indien, Mumbai: Die LGBT Community feiert die Abschaffung des Paragraphen 377
انځور: Reuters/F. Mascarenhas

دغه پریکړه د پنځو کسانو له لوري د وړاندي شوي عرضې، په غبرګون کې شوې ده چې ویلي یي ول په ډار کې ژوند کوي او د پولیسو له لوري ځورول کیږي او تعقبیږي.

د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د سترې محکمې له لورې د دغه پریکړې تر اعلان وروسته همجنسبازان یو بل ته ورغاړه شول. فعالانو او غیر دولتي موسسو د دغې پریکړې هرکلی کړی دی. د همسفر په نوم د همجنسبازانو د حقوقو د ان جي او مشر ویویک آنند، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «موږ اوس د مساوي تبعه په توګه ژوند کولای شو.»

د همجنسبازانو د حقوقو فعال موهنېش مالهوترا، دویچه ویله ته وویل چې له دغه قانون څخه د دوی پر وړاندې توپيري چلن او ځورولو له پاره استفاده کیده.

مشهور همجنسبازه ستوري په انځورونو کي:

د شاسي بوشن، په نوم یوه بل فعال د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې «اوس موږ د مساوي تبعه په څیر احساس کوو. هغه څه چې زموږ د خوب په خوني کې کیږي یوازې په موږ پورې اړه لري.»

د سویلي آسیا له پاره د هیومن رایټس واچ مشرې میناکشي ګنګولي ویلي دي: «دا د بشري حقونو له پاره یوه ښه ورځ وه.» هغې له ټولو هغو کسانو مننه کړې چې د دې له پاره یې مبارزه کړې ده. د بالیووډ د فلمونو پروډیوسر کرن جوهر، د محکمې دغه پریکړه تاریخي بللې ده.

Gay Pride Parade in Indien
انځور: DPA

په تیره لسیزه کې د هند د سختې محافظه پاله ټولنې په ځینو برخو کې تر یوه حده همجنسبازان منل شوي، په ځانګړې توگه په سترو ښارونو کې. د بالیووډ ځینې مهم فلمونه د همجنسبازانو پر موضوع راڅرخي. خو د دغه هیواد په ډیرو برخو کې لا هم هجنسبازانو ته په ښه سترګه نه کتل کیږي.

په ۲۰۰۹م کال کې په نوي ډهلي کې یوې محکمې دغه قانون لغوه کړی وو، خو په ۲۰۱۳م کال کې سترې محکمې د مذهبي ډلو ټپلو له لوري تر فشارونو وروسته بیرته جنایي جرم ګرځولی وو.

په هند کې د یوه تلویزوني پروګرام لومړني ترانس جیندر روز وینکاتیسن، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «انتظار اوږد وو خو بالاخره یې پای راورسید. موږ پښې ټینګې کړې او هیله مو له لاسه ور نه کړه. اوس به دغه ښه خبر په ټول هیواد کې خپور شي او دغه قشر ته به خوښي وروبخښي.»

د هند محافظه پاله حکومت د ۳۷۷ د ختمولو مخالفت کړی وو، خو د محکمې د پریکړې دمخه یې وویل چې دا د سترې محکمې «پوهې» ته پریږدي. خو حکومت خبرداری ورکړی وو چې محکمه باید د هند د قانون په نورو اړخونو کې بدلون را نه ولي، لکه د واده کولو حق.

زموږ له آرشیف څخه: په کومو هيوادونو کي همجنسبازان واده کولای سي؟ دلته يې وپېژنئ!