1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د یوې کورنۍ د ۱۱ غړو مرموز مرګ

۱۳۹۷ تیر ۱۲, سه‌شنبه

په هندوستان کې د یوې کورنۍ د لسو را ځړولو شوو جسدونو او پر ځمکه پراته بل جسد د کشف کیدلو پیښه اوس په یوې معما بدله شوې ده. لومړنۍ پلټنې ښيي چې دغو کسانو تر یو لړ مذهبي مراسمو وروسته ځانونه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/30kYX
Fest der Lichter in Diwali, Indien
انځور: UNI

په نوي ډهلي کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي. د وژل شوو له ډلې څخه د لسو کسانو جسدونه ځوړند شوي ول او داسې ښکاري چې ځانونه یې اعدام  کړي او د یوه بل کس جسد بیا پر ځمکه پروت موندل شوی دی. پولیسو د دغې پیښې د روښانه کولو له پاره پلټنې پیل کړي دي. دغه پیښه په هندوستان کې په یوې پیچلې معما اوښتې ده چې تر اوسه پورې د دې کسانو د مرګ دلیل واضح شوی نه دی.

د دغې هندۍ کورنۍ ګاونډیانو هغه وخت چې د دوی یوې هټۍ ته مراجعه کوله، نو دوی له داسې جسدونو سره مخ شوي چې له چت څخه را ځوړند ول. د دوی په منځ کې د یوې ۷۰ کلنې میرمنې جسد بیا پر ځمکه پروت موندل شوی.

د نوي ډهلي د پولیسو په حواله په دې پیښه کې د را ځوړند شوي څلور نارینه د همدې ۷۰ کلنې میرمنې اولادونه دي. په دې پیښه کې اوه تنه نورې میرمنې هم د یادې میرمنې لوڼې او یا لمسياني دي. په دې پیښه کې د دوو هلکانو عمرونه شاوخوا ۱۵ کلونه ښول شوي دي.

د ټولو دغو کسانو سترګې، لاسونه، پښې او خولې د شا له لوري تړل شوې او د یوې خونې په چټ کې پر یوې اوسپنې پورې را ځوړند موندل شوي.

د هندوستان د پولیسو د لومړنیو پلټنو پر اساس دغې ۱۱ کسیزې کورنۍ تر مرګ وړاندې یو لړ مذهبي مراسم اجرأ کړي دي. پولیسو ویلي: «د کور د پلټنې پرمهال په لاس لیکل شوي یو شمیر یادښتونه موندل شوي چې پکې د مذهبي مراسمو د اجرأ خبره کوي.»

په دې یادښتونو کې تر مرګ وړاندې د شا له خوا د لاسونو، پښو، سترګو او خولې تړل کیدلو ته اشارې شوي دي. پولیس همدا راز وایي چې له دې کور څخه نه کومه غلا شوې او نه هم قربانیانو له چا سره مخه ښه کړې ده.

سربیره پر دې پولیس تر اوسه پوري توانیدلي نه دي چې ووايي په دې کور کې په ریښتیا هم څه پیښ شوي او له همدې کبله غواړي خپلو پلټنو ته ادامه ورکړي.