1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د تر ټولو قيمتي واده مراسم پای ته ورسیدل

۱۳۹۷ آذر ۲۲, پنجشنبه

په هندوستان کې د عیشا امباني او انند پیرامل د واده په مراسمو کې د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیري هیلري کلنټن او مشهور سندر غاړي بوینسې هم ګډون کړی وو. ښايي دغه واده یوه تر ټولو ګران بیه واده وي.

https://p.dw.com/p/3A0fL
Indien, Mumbai: Braut Isha Ambani und ihr Bräutigam Anand Pirama nach ihrer Hochzeit
انځور: Reuters/Reliance Industries

عیشا امباني د سوداګر مکیش امباني لور ده او د یوه بل سوداګر اجی پیرامل له زوی انند پیرامل سره د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۲مه) واده وکړ. دغه واده تر څو اوونیو مراسمو وروستو په ممبۍ کې ترسره شو.

د واده له پاره مراسم په ستمبر میاشت کې په ایټالیا کې د نامزدۍ له مراسمو پيل شول او تر هغې وروسته د هندوستان د راجهستان په ایالت کې په یوه ماڼۍ کې په بیلا بیلو جشنونه سره تر سره کیدل. د دغه واده د مراسمو یوه ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې لاندې باندې کیږي، لیدل کیږي چې هیلري کلنټن د هندوستان د فلمي نړۍ مشهور ستوري شاه رخ خان، سره نڅا کوي. د واده په مراسمو کې د نړۍ د نورو مشهورو څیرو تر منځ د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري هم ګډون کړی وو.

Indien Die teuerste Hochzeit der Welt
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade

د ۲۷ کلنې عیشا پلار د ریلاینس شرکت لري. فوربز مجلې د نوموړي سوداګر د شتمنۍ ارزښت ۴۳ میلیارده ډالر اټکل کړی دی. د دغه شرکت سوداګري له پیترولیم څخه نیولې، تر کیمیاوي موادو او موبایل تلیفونونو پورې رسیږي.

۳۳ کلن پیرامل بیا د جایداد او دارو درملو له کاروبار سره تړلی دی چې بنسټ یې پلار ایښی وو. د هغه د شتمنۍ ارزښت لس میلیارده ډالرو ته رسیږي.

Indien Die teuerste Hochzeit der Welt
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Kakade

په ممبۍ کې د هندي مراسمو د تر سره کیدو وروسته د واده نور مراسم بیا د ممبۍ په انتیلیا سیمه کې د امباني په کور کې تر سره شول. دغه ۲۷ پوړیزه ودانۍ په نړۍ کې یوه له ګران بیو ودانیو څخه ده چې د وداه د مراسمو له پاره په چراغونو او ګلانو سینګار شوې وه. زوم پیرامل په رولز رایس موټر کې سپور وو د موسیقۍ ډلو بدرګه کاوه.

واده ته د کورنۍ، دوستانو او نزدې کسانو شا او خوا ۶۰۰ تنه وربلل شوي وو چې په هندوستان کې د تر سره شوو یو شمیر نورو ودونو په پرتله ډیر کم دي.

د بالیووډ د فلمي نړۍ مشهورو ستورو شاه رخ خان، امیتاب بچن، ایشوریه رای، نوې وادې شوه جوړه پریانکا چوپړا او سندر غاړی نېک جونس، د هند پخوانی ولسمشر پرناب مکهرجي، د کورنیو چارو وزیر رجنت سنګ او د کریکټ پخوانی ستوري سچن ټنډولکر هم د واده په مراسمو کې ګډون وکړ.

Hochzeit Indien Isha Ambani Anand Piramal
انځور: picture alliance/dpa

په هند کې پر ودونو باندې ډیر زیار ایستل کیږي او بیلا بیل مراسم پکښې تر سره کیږي. ډیری کورنۍ آن پورونه اخلي څو د زرونو میلمنو پالنه او د مسلکي موسیقۍ پروګرامونه تنظیم کړي.

په ۲۰۰۴م کال کې د هند د یوه مشهور سوداګر لکشمي میتال، لور د خپلې نامزدۍ مراسم په فرانسه کې په ورسای ماڼې کې نیولي وو.

په دغه ډول ودونو کې د ګډون له پاره زیاتره میلیمانه په شخصي الوتکو کې لیږدول کیږي او مشهورو ستورو ته د خپل لنډ حضور له پاره ډیرې پیسې ورکول کیږي.