1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هند کې د تابعيت نوي قانون پر ضد پراخې مظاهرې

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

په هندوستان کې د تابعيت د نوي قانون پر ضد اعتراضونه تر شمال ختيځ وروسته په څو نورو ایالتونو کې هم تکرار شول. نوی قانون د افغانستان، بنګله ديش او پاکستان هيوادونو غیرمسلمان اتباعو ته د هندوستان تابعت ترلاسه کول اسانه کوي.

https://p.dw.com/p/3UnJC
Indien Neu Delhi l Protest gegen Einbürgerungsgesetz
انځور: Reuters/A. Abidi

د تابعيت په قانون کې اصلاحات، د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د دسمبر ۱۱مه) د هندوستان په پارلمان کې تصويب شو. دغه قانون د سختو اعتراضونو سره مخ شوی چې تر اوسه لږ تر لږه دوه کسان په اعتراضونو کې مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.

د آلمان خبري آژانس په حواله، د تابعيت د نوی قانون له مخې د درو هيوادونو (بنګله ديش، افغانستان او پاکستان) مهاجرو کولای شي د پخوا په پرتله د هندوستان تابعيت په اسانۍ ترلاسه کړي، خو په دغه قانون کې د يادو هيوادونو مسلمان مهاجر شامل نه دي.

د هندوستان مسلمانانو تر دې وړاندې هم د لومړي وزير نريندرا مودي عوامپاله حکومت د مسلمانانو پر ضد پر تبعيضي چلند تورن کړی دی. خو د تابعيت نوی قانون پر وړاندې د مسلمانانو تر څنګ، غيرمسلمان مخالفان هم لري. دوی په ځانګړې توګه بنګله ديشي مهاجرو ته د تابعيت د ورکړې له تسهيل سره مخالفت کوي.

د نوي قانون پر وړاندې اعتراضونه، د پنجشنبې په ورځ د هندوستان له شمال ختيځ ایالت اسام ايالت څخه پیل شول، چې په ترڅ کې يې د پولیسو او اعتراض کونکو تر منځ اخ و ډبونه رامنځ ته شول.

د فرانسې خبري آژانس د روغتيايي مرکزونو په حواله خبر ورکوي چې د اسام په اعتراضونو کې ۲ کسان مړه شوي او ۲۶ نور ټپيان دي. زياته شوې چې دغه کسان ظاهرا ټول د امنيتي ځواکونو په ډزو لګيدلي دي.

Indien Neu Delhi l Protest gegen Einbürgerungsgesetz
په نوي ډيلي کې د جمعې ورځې اعتراضونهانځور: Reuters/A. Abidi

د نوي قانون پر ضد مظاهرې د جمعې په ورځ په پلازمينه نوي ډيلی او د هندوستان په يو شمير نورو ايالاتونو؛ لکه ګجرات، کيرالا او لويديځ بنګال کې هم تر سره شوې.

د رپوټونو پر اساس، په نوي ډيلي کې په سلونو محصلانو د نوي قانون پر ضد سره راټول شوي ول، چې پوليسو د هغوی د بې نظمه کولو په موخه د اوښکې بهونکو ګازو او تاوتريخوالو کار اخیستی دی.

د اسام ايالت په ګوهاتي ښار کې هم په زرونو کسانو په اعتراضونو کې ګډون وکړ. ويل شوي چې په دغه ښار کې د اعتراض کونکو او پوليسو تر منځ سختې شخړې هم رامنځ ته شوي دي.

د هندوستان د تابعيت له نوي قانون څخه تر ډيره د پاکستان، افغانستان او بنګله ديش غير مسلمان مهاجر ګټه پورته کوي کوم چې له ۲۰۱۵م کال راورسته په غيرقانوني توګه د هندوستان خاورې ته داخل شوي دي.

هندوستان يوميليارد او ۳۰۰ ميليونه نفوس لري چې ۸۰ سلنه یې د هندو مذهب پيروان دي. مسلمانان د دغه هيواد د تر ټولو لوی اقليت په توګه د نفوس ۱۴ سلنه برخه تشکيليوي.

https://p.dw.com/p/3UnD6