1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

هلمند: یوه امریکایي څرخي الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې

۱۳۹۸ خرداد ۴, شنبه

یوه امریکایي چارواکي د شنبې په ورځ ویلي دي چې د امریکایي ځواکونو یوه څرخي الوتکه په افغانستان کې د «سختې ناستې» له کبله ویجاړه شوې ده او په کې سپاره کسان ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/3J40a
Flash-Galerie Afghanistan Helikopter abgeschossen Symbolbild
انځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند دیوید بتلر، یوه «CH-47 چي نوک» ډوله څرخي الوتکه په هلمند ولایت کې هغه وخت ویجاړه شوه چې د عملیاتو په موخه یې سرتیري کښته کول او په دې جریان کې له ځمکې سره وجنګیده.

د بتلر په خبره په دې جریان کې دغه څرخي الوتکه په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. هغه د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «په الوتکه کې سپاره افغان او امریکایي پرسونل ټپیان شوي دي خو ټول په باثباته روغتیایي حالت کې دي او د جوړیدو تمه یې کیږي.»

دې امریکایي چارواکي روښانه کړې ده چې الوتکه د طالبانو او یا هم داعش ډلو د ډزو له کبله نه ده ویجاړه شوې: «په پیښه کې د دښمن ډزې او یا هم د دښمن کړه وړه ښکیل نه وو.»

په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونه له «CH-47 چي نوک» ډوله څرخي الوتکو څخه د سرتیرو او مهماتو د لیږد په موخه کار اخلي.

(ms/qn (afp