1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي په سونو کورونه خالي شوي دي

۱۳۹۹ مهر ۲۲, سه‌شنبه

د ځایي افغان چارواکو په وینا په هلمند ولایت کې د جګړو له کبله شا او خوا ۴۰۰۰ کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي چې سیمې یې د حکومتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له کبله د جګړې په ډګر اوښتې وې.

https://p.dw.com/p/3jqOa
Lashkar Gah, Afghanistan
انځور: imago images/Zumapress

له څو ورځو راهیسې د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته څیرمه او په یو شمیر نورو سیمو کې حکومتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې ښکیل ول.

د آلمان خبري آژانس د هلمند ولایت د یوه ځایي چارواکی له قوله لیکلي دي: «افغان امنیتي ځواکونو له یو شمیر سیمو پرشاتګ کړی وو څو امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته د تلفاتو له اوښتو ډډه وشي. اوس د دغه سیمو د بیرته نیولو له پاره عملیات روان دي.»

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په هلمند ولایت کې بریښنا پارچاو ده او سړکونه او پلونه د طالبانو له لوري الوزول شوي دي، په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونه د یاغیانو پر مورچلو هوایي او ځمکني بریدونه کوي.

د تلفاتو دقیق شمیر معلوم نه دی، خو بې سرحده ډاکټرانو د دوشنبې په ورځ ویلي ول چې په ښار کې تراوما روغتون له حده ډک دی.

د افغانستان د دفاع وزارت یاد خبري آژانس ته د طالب جنګیالیو د شمیر په هکله څه نه دي ويلي.

دغه نښتې په داسې حال کې شوي دي چې په قطر کې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې اترې کیږي. دغه خبرې اترې یوه میاشت دمخه د قطر په پلازمېنه دوحه کې پېل شوې وې خو لا تر اوسه پکې کوم پرمختګ نه دی شوی.