1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي يو بل ښوونځی د خاورو سره خاوري سو

۱۳۸۹ شهریور ۷, یکشنبه

د هلمند ولايت د ښووني او روزني ريس شير اغا صافى وايي په نادعلي ولسوالي کي يو منځنی ښوونځى د نامالومو وسلوالو له لوري تيره شپه له خاورو سره خاوري سوى دى.

https://p.dw.com/p/OyvT
د هلمند ډيری کوچنيان د زده کړي څخه بې برخي دي
د هلمند ډيری کوچنيان د زده کړي څخه بې برخي ديانځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

شيراغاصافى وايي دغه ښوونځي د نادعلي ولسوالي د نورزو په کلي کي د تيرو پنځو مياشتو راهسي فعاله و او نږدې يوسل او نوي تنه زده کوونکي يي درلوده.

نړول سوى ښوونځى په هلمند کي د ميشتي پي ار ټي يا ولايتي بيا رغوني ټيم له لوري جوړسوى وو او تيره شپه د ماينونو په واسطه له منځه يوړل سوو.

د پيښي په اړه د نادعلي ولسوالۍ امنيه قوماندان عصمت الله سادات ددويچه ويلي راډيو ته وويل چي، په دي پيښه کي د سيمي درې تنه اوسيدنکي چي د ښونځي ترڅنګ جومات کي يې لمونځ کوى هم ټپيان سوي دي.

عصمت الله وويل د ښوونځی ترڅنګ مسجد ته هم سخت زيان رسيدلی دی او اکثره دېوالونه يي له منځه تللي دي.

د پيښي پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخستې خو د سيمي خلګ وايي چي دا کار وسلوالو طالبآنو کړى دى.

د سيمي يوه کس چي نه يې غوښتل نوم يي په ډاګه سي دويچه ويلي المان ږغ راډيوته وويل: «ښوونځى مي په خپلو سترګو وليدى ټول يي له خاورو سره يوشان کړى وو.»

د نادعلي ولسوالي د نورزو د کلي د ښوونځی نړول لومړۍ پيښه نه ده، بلکي په هغه ولسوالۍ کي د زرغون کلي ،شنه کلي او د يوديرش غربي په سيمه کي د ډيرو ګڼ ميشتو سيمو ښوونځي هم وسلوالو کسانو په تيريوه کال کي نړولي دي.

مجتبي محمدي/ هلمند

کتونکی: نجيب الله زيارمل