1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هلمند کي د ځايي چارواکو او طالبانو تر منځ اوربند اعلام سوی

۱۳۸۹ دی ۱۳, دوشنبه

په هلمند ولايت کي د سولي د ټنګښت او بيا رغوني بهير د ګړندي کولو په موخه د هغه ولايت ځايي چارواکي او طالبانو تر منځ د سولي يو تړون لاسلیک سوی.

https://p.dw.com/p/Qm10
د سولي د پروسې سره يو ځای سوي طالبان
د سولي د پروسې سره يو ځای سوي طالبانانځور: Elham Rohullah

په اول واري په هلمند کي د ځايي چارواکو او وسله والو طالبانو تر منځ د هغه ولايت په سنګين ولسوالی کي د سولي يو تړون لاسليکيږي.

په تړون کي دواړو خواوو موافقه کړې چي د سنګين ولسوالۍ په ساروان قلعه سیمه کي به اوربند وي.

د طالب جنګياليو په استازيتوب د هغه ولسوالۍ قومي مشرانو ددې تړون د ساتلو وعده کړې ده.

په تړون کي راغلي دي چي طالب جنګيالي به په دغه سیمه کي پر افغان او ايساف ځواکونو بريدونه نه کوي.

د هلمند والي وايي چي د سولي دغه تړون به په هغه ولايت کي د امنيت په راوستلو کي ستر رول و لوبوي.

« زه اميدوارم چي د سولي دغه تړون به نه يوازي د ساروان قلعه، بلکي په ټول هلمند کي د امنيت د ټنګولو په برخه کي مثبت رول ولري.»

د سنګين ولسوالۍ قومي مشران وايي چي د سولي دغه تړون يې د طالبانو په استازيتوب لاسلیک کړی دی.

هغوی وايي کچيري طالبانو ددغه تړون څخه سرغړونه وکړه نو د ملاتړ څخه به يې لاس واخلي.

په عيني وخت کي د وسلوالو طالبانو يوه اته نفري ډله په هلمند ولايت کي د سولي د پروسې سره يو ځای سوې ده.

هغوی ويلي دي چي دا کار يې په هيواد کي د سولي د ټنګښت او بیا رغوني لپاره کړی دی.

دغه ډله په سنګين ولسوالۍ کي د سولي د پروسې سره يو ځای سوې. دوې ورځي وړاندي هم په هغه ولايت کي د وسلوالو طالبانو يوه بله ډله د سولي د پروسې سره يو ځای سوې ول.

سنګين د هلمند ولايت هغه ولسوالي ده چي تر ټولو ډيري وسله والي نښتي کيږي او څو مياشتي د مخه برتانوي ځواکونه ددغه سيمي امنیتي مسوليت امريکايانو ته وسپاری او خپله پر شا سول.

روح الله الهام/ لښکرګاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل