1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هسپانيا کي د افغانانو قاچاقبران نيول سوي

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ خرداد ۷, پنجشنبه

د هسپانيا چارواکو ويلي دي چي د انساني قاچقبرانو يو داسي بانډ ئې نيولی دئ چي په شپږو مياشتو کي ئې له دغي لاري ۴۲۵۰۰۰۰ ډالره په لاس راوړي دي. دغي ډلي له افغانستان څخه اروپا ته يو تن په ۲۵۰۰۰ ډالره لېږداوه.

https://p.dw.com/p/1FXVz
انځور: picture-alliance/dpa

د هسپانيا چارواکو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د می ۲۷مه) خبر ورکړی دئ، چي د دغه هيواد پوليسو ۱۳ کسان او د بريتانيا پوليسو د لندن په هيترو هوايي ډگر کي ۱۱ انساني قاچاقبران نيولي دي.

د هسپانيا د پوليسو له خوا په يوه خپره سوې وينا پاڼه کي راغلي دي چي د دغو نيول سوو کسانو اسنادو ښوولې ده چي دوی د تير کال له اپريل مياشتي څخه تر سپتمبره پوري ۱۷۰ کسان انتقال کړي دي او له دې لاري ئې ۴۲۵۰۰۰۰ ډالره ترلاسه کړي دي.

په وينا پاڼه کي راغلي دي: «د انساني قاچبرانو د دغي شبکې ډېر غړي په افغانستان کي دي چي هلته هغه افغانان چي غواړي اروپا ته مهاجر سي راټولوي او په جعلي اسناد سره ئې يو تن په ۲۵۰۰۰ ډالره اروپا ته لېږدوي.»

داسي آټکل کيږي چي د دغه بانډ غړو به له شپږو څخه تر ۱۲ کسانو پوري له اسلام آباد څخه هسپانيا او ايټاليا ته په الوتکو کي رسول او له هغه ځايه به بيا د اروپا نورو هیوادونو، په هغه جمله کي آلمان او سويډن ته لېږدول کېدل.

د هسپانيا پوليسو له هغه وروسته دغه شبکه کشف کړه چي د دغه هيواد له بيلباو هوايي ډگر څخه شمال ته يوه ډله افغانان قاچاق کېدل.

د هسپانيا پوليسو وروسته په مادريد کي د دغه بانډ مشر چي يو پاکستانی دئ نيولی دئ. ويل سوي دي چي دغه پاکستاني، دغه شبکه په ۲۰۱۲م کال کي جوړه کړې ده.

د پوليسو په وينا پاڼه کي راغلي دي چي «دغه کس به د قاچاق پيسې زموږ په هيواد کي په کار اچولې او د مختلفو سوداگريو له لاري به ئې توري پيسې سپينولې.»

د رواني مياشتي په لومړيو کي د هسپانيا پوليسو ويلي ول چي دوی ۸۰ تنه د انساني قاچاقبرانو د يوه بانډ د غړو په تور نيولي دي. پر دغو کسانو باندي تور دئ چي هر چينايي مهاجر به ئې په ۲۰۰۰۰ يورو بريتانيا، ايرلند، کاناډا او امريکا متحدو ايالاتو ته لېږداوه.