1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

«په هرو ۴۰ ثانيو کې یو کس ځانوژنه کوي»

۱۳۹۸ شهریور ۲۰, چهارشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په حواله په نړۍ کې هر کال ۸۰۰ زره انسانان ځانوژنه کوي. خودکشي په دې توگه د مړينې يو ډېر عام ډول دی. په ډېرو هيوادونو کې وقايوي تدابير هم هيڅ نه شته.

https://p.dw.com/p/3PNoj
Symbolbild Selbstmord Depression Männer
انځور: Imago/Aurora Photos

د روغتيا نړيوال سازمان (دبليو ايچ او) عمومي مشر ديدروز ادهانوم عيبريسوس د سه شنبې په ورځ د ځانوژنې د وقایې د نړيوالې ورځې په مناسبت په ژنيو کې وويل چې په شتمنو هيوادونو کې د ځانوژنې کچه ډېره لوړه ده. په دغو هيوادونو کې له هرو ۱۰۰ زرو اوسيدونکو څخه ۱۱،۵ سلنه ځانوژنه کوي.

د دغه سازمان د معلوماتو په حواله د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ عمر لرونکو ځوانانو کې دا تر ترافيکي پېښو وروسته د مړينې دويم ستر علت دی. يعني تر ټولو زيات ځوانان په ترافيکي پېښو کې وژل کيږي او په دويم قدم کې د ځانوژنې له وجې.

لږ وقايوي تدابير

د روغتيا نړيوال سازمان مشر غوښتنه کوي: «د ځانوژنې مخه نيول کيدلی شي. موږ پر ټولو دولتونو غږ کوو چې د ځان وژنې د مخنيوي په موخه په خپلو ملي پروگرامونو کې د روغتيا او زده کړو په برخه کې اغیزمنې او اثباته تگلارې شاملې کړي.»

هغه زياته کړه که څه هم چې په تېرو پنځوو کلونو کې د ځانوژنې د مخنيوي پروگرام لرونکو هيوادونو شمير اوس ۳۸ ته لوړ شوی، خو اوس هم ډېر داسې هيوادونه شته چې له گواښ سره د مخامخ انسانانو له پاره هیڅ اړوند تدابير نه لري.

د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله د خودکشي د مخنيوي په لارو چارو کې وسلو او کيمياوي موادو ته د لاس رسي مخه نيول شامل دي، چې په مرسته یې ډېر انسانان ځانوژنه کوي.

سربیره پر دې دا هم مهمه ده چې له رواني فشار سره مخامخ ځوانانو سره مرسته وشي او هغه چې د ځان وژنې له خطر سره مخامخ دي، بايد وپيژندل او اوږده موده تر څار لاندې ونيول شي.

يادښت: دويچه ويله د ځانوژني په اړه له رپوټونو سره محتاطانه چلن کوي، ځکه په دې اړه معلومات موجود دي چې د رپوټ ورکولو ځيني بڼې په ځينو مواردو کې ښايي د تقليد زمينه برابره کړي.

په هغه صورت کې که چېري تاسې د خپل ژوند د اخيستلو فکر کوئ نو د مرستې په ترلاسه کولو کې بيړه وکړئ. دا چې ستاسې په هيواد کې دغه مرسته له کومه ځايه ترلاسه کولی شئ، په befrienders.org. انترنت پاڼه کې یې په اړه معلومات موجود دي.

BS/NZ (dpa, epd)