«په هرات کې چاودنې پنځه ماشومان وژلي»
۱۳۹۸ اردیبهشت ۲۸, شنبهد آلمان خبري آژانس د هرات د ولایت مقام د ویاند جیلاني فرهاد، له قوله ویلي دي چې په پيښه کې نور ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه په اوبه ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د فرهاد په خبره د پيښې په هکله پلټنې روانې دي. په پيښه کې د اوبه ولسوال هم ټپي شوی دی.
په یوه بله پيښه کې په ننګرهار ولایت کې د درو ماشومانو په شمول پنځه ته ټپیان شوي دي. د یاد خبري آژانس په وینا د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼې ویلي دي چې پيښه په کامې ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې یوه نامعلوم کس د پولیسو د پوستې پر لور لاسي بم وغورځاوه.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر یا یوناما د رپوټ له مخې د روان میلادي کال په لومړیو درو میاشتو کې چاودیدونکو توکو ۵۳ ملکیان وژلي دي او ۲۶۹ نور یې ټپیان کړي دي. دغه څه د تیر میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۲۱ سلنه زیاتوالی ښيې. خو په دغه شمیر کې د ځانمرګي بریدونو قربانیان شامل نه دي.
sr/qs (dpa)