1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي يوه مېړه د خپلي ماينې پزه او شونډان پرې کړي دي

هوشنګ هاشمي/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۲ آذر ۲۲, جمعه

د هرات ولایت روغتيايي چارواکي او څارنوالي وايي چي په دغه ولايت کي يوه مېړه د خپلي ماينې پزه او شونډان پرېکړي دي. ويل کيږي چي دغه سړی په نشوو اخته وو او هر وخت يې له خپلي ماينې څخه پيسې غوښتلې.

https://p.dw.com/p/1AZUM
انځور: DW/H.Hashimi

د هرات ولايت د سيمه ييز روغتون چارواکو د جمعې په ورځ (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۳) دويچه ويله ته وويل چي د دغي ښځي پزه او شونډان تيره شپه په چاقو سره پرې سوي دي. ويل کيږي چي سړی تر پيښي وروسته تښتېدلی دی.

د هرات په سمه ييز روغتون کي ډاکټر غزيزالرحمان جامي وويل چي دغه ښځه د جمعې د ورځي سهار پر درو بجو باندي روغتون ته رسول سوې ده. هغه زیاته کړه: «دغه ښځه څو ځايه په سر کي په چاقو وهل سوې ده. دغه راز پر لاس او ځيګر باندي هم په چاقو وهل سوې ده. د ښځي روغتيايي وضعيت اوس د قناعت وړ دی.»

دغه ۲۳ کلنه ښځه ستازه نومیږي او څلور لوڼي لري. د دغي ښځي خپلوان وايي چي د هغې مېړه په نشوو اخته دی او هر وخت به يې هغه په زوره دې ته مجبوروله چي پيسې ور پيدا کړي.

د ستارې مور چي د جمعې په ورځ غرمه د خپلي لور له غميزي خبره سوې او روغتون ته ورغلې وه له حکومته غوښتي دي چي د لور حقوق دې پر ځای سي.

څارنوال د تحقيق پرمهال
څارنوال د تحقيق پرمهالانځور: DW/H.Hashimi

د هرات ولايت د انجيل ولسوالۍ ابتدايي څارنوال عبدالهادي سلامي عنبري، ويلي دي چي د لومړيو څېړنو له مخي داسي ښکاري چي د دغي ښځي مېړه چي عظیم نوميږي په مخدره موادو اخته دی.

عنبري زياته کړه: «هغه هروخت پر خپلي ماينې باندي فشار راوړی دی چي د نورو کورونو کالي په مزدوري پرېولي پيسې راټولي کړي او خپل مېړه ته يې ورکړي چي د مخدره موادو مصرف يې سي.»

څارنوال زياته کړه: «لکه څرنګه چي دغه ښځه پخپله وايي، مېړه يې تيره شپه بيا هم له ستارې څخه پيسې غوښتي دي، خو هغې پيسې نه لرلې چي هغه ته يې ورکړي. وروسته بيا د دواړو تر منځ جنجال رامنځته کیږي. د ستارې مشره لور وايي چي موريې اول پر سر په ډبره وويشتل سوه او بيا يې پزه او شونډان ور پرېکړل.»

د هرات ولايت د بشري حقونو خپلواک کمېسيون دغه پيښه غندلې ده او ويلي يې دي چي دغه قضيه بايد جدي ونيول سوي.

تيره اوونۍ په هرات ولايت کي دوو ښځو خپل ځانونه زندۍ کړي ول، چي د محلي مسوولينو په خبره د هغوی د زندۍ کېدو اصلي علت زور زياتی وو.
افغانستان په نړۍ کي يو له هغو هیوادونو څخه دی چی له ښځو سره زورزياتی پکښي ډېر دی. د دغه هيواد د بشري حقونو خپلواک کمېسيون څو ورځي مخکي اعلان وکړ چي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کي له ښځو سره د تاوتريخوالي پيښي په سلو کي ۲۵ سلنه زياتي سوي دي.