1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په هرات کي د سترگو د ناروغۍ ويروس ډير سوی دی

رضا شېر محمدي/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۹, دوشنبه

د افغانستان په لوېدیځ روغتیایي چارواکي د «آدینو» په نوم د سترگو یوې ناروغۍ د رامنځ ته کیدو په اړه اندېښنه لري. دغه چارواکي وایي چې په وروستیو وختونو کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ډیر شوی دی.

https://p.dw.com/p/1CSfL
انځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

سید مسعود خپل کوچنۍ ورور د سترگو یوه روغتون ته راوستی دی. د ماشوم سترگي سرې او پړسېدلي دي. مسعود وایي: «سترگې یې پړسېدلې او سرې دي. چرک او درد هم کوي. نن یې بله سترگه هم همداسي شوه نو وویریدم او ډاکټر ته مي راوست. زما د اکا دوې لوڼي هم دي چې همداسې ناروغه دي او ډاکټر ته ولاړې خو لا تر اوسه یې ورته کومه گټه رسولې نه ده.»

ډاکټران وایي چې دغه ماشوم او ډیر شمیر نور کسان په یوه ناروغۍ چې د «آدینو» په نوم ویروس له کبله رامنځ ته کیږي اخته شوي دي. د افغانستان په لویدیځ کې په دې ناروغۍ د اخته کسان شمیر ډیر دی خو په ځانگړې توگه په تیرو ۲۰ ورځو کې د هرات د نور روغتون ډاکټران له دې کبله په اندېښنه کې شوي دي چې په «آدینو» د اخته کسانو شمیر لوړ شوی دی.

د دې روغتون مشر ډاکټر جمال عبدالناصر اخوندزاده وایي: «که موږ ته په یوه ورځ کې په منځنۍ توگه ۳۰۰ ناروغان مراجعه وکړي نو د ۲۵ او ۳۵ ترمنځ کسان یې په همدې ناروغۍ اخته وي.»

د سترگو د آدينو ناروغي
د سترگو د آدينو ناروغيانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

ماشومان، زاړه او هغه کسان چې له لینزونو څخه کار اخلي ډیر وخت په دغو ناروغیو اخته کیږي. پر دې سربیره هغه کسان چې د سترگو عملیات یې کړی وي هم د دې ناروغۍ له خطر سره مخامخ دي. ډاکټر اخوندزاده روښانوي چې په گڼه گوڼه سیمو کې ډیر موجود کسان او هغه هغه خلک چې د بدن مقاومت یې لږ وي هم د دې ویروس له خطر سره مخامخ دي.

ویل کیږي چې سږ کال د افغانستان لوېدیځو ولایتونو ته له گاونډي هیواد ایران څخه د دې ناروغۍ یو مقاوم ویروس راغلی دی چې خلک یې باید پر وړاندي له وقایوي اقداماتو څخه کار واخلي. له دې کبله چې دا ویروس ساري دی او له یوه کس څخه بل ته انتقالیږي نو په ښارونو کې یې ډیر کسان ناروغه کړي دي.

ډاکټر اخوندزاده وایي: «د دې ویروس له کبله سترگه التحابي کیږي او پړسیږي. لومړۍ د ناروغ یوه سترگه په دې ویروس مبتلا وي خو بیا وروسته دواړي سترگي په همدې ویروس اخته کیږي.»

هغه کسان چې په دې ناروغۍ اخته وي سترگي یې سرې کیږي او ډیر درد لري. پر دې سربیره د ناروغانو له سترگو چرک او ویني هم افرازیږي. ډاکټر اخوندزاده زیاتوي: «دا ویروس ډیر ژر له یوه کس څخه بل ته انتقالیږي او که سم روغتیایي تدابیر نه ونیول شي نو د یوې کورنۍ ټول غړي هم په دې ویروس باندي اخته کیدای شي.»

روغتیايي چارواکي وایي چې باید په ښوونځیو پوهنتونونو او نورو عامه ځایونو کې د دې ناروغۍ په اړه خلکو ته معلومات ورکړل شي. دغه چارواکي همداراز په دې برخه کې د رسنیو نقش ته هم اشاره کوي.

دغه ویروس له ناروغ سره د بدني تماس په صورت کې له یوه کس څخه بل ته انتقالیږي. له همدې کبله کله چې یو کس په دې ویروس له یوه اخته کس سره لاس ورکوي او یا هم له هغو لوښو څخه کار اخلي چې اخته کس پکښې ډوډۍ خوړلې وي باید د دې کار تر کولو مخکې خپل لاسونه پاک پرېولي.

د ادینو ویروس ډیر خطرناکه نه دی خو کې په سم وخت کې یې درملنه و نه شي نو کیدای شي چې د اخته کس د سترگو لید کم کړي. خو دغه عوارض تر درملني وروسته له منځه تلای شي.