1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا ويروس د مبتلايانو شمیر تر یو نیم میلیون اوښتی

۱۳۹۹ فروردین ۲۱, پنجشنبه

په نړۍ کې په کرونا ویروس د ثبت شوو پيښو شمیر تر ۱،۵ میلیون اوښتی دی. په متحده ایالاتو کې په پر له پسې په دوهمه ورځ د زیات مړینو خبر ورکړل شوی دی. په آلمان کې هم د مثبتو پيښو شمیر لوړ شوی دی.

https://p.dw.com/p/3agAQ
USA Coronavirus in Chicago
انځور: Reuters/J. Lott

د ورستیو ارقامو له مخې د نړۍ په کچه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر تر یو نیم میلیون او د مړو شوو کسانو شمیر تر ۸۷۰۰۰ تنو اوښتی دی. د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر روغتیا نړیوال سازمان باندې خپلې نیوکې تکرار کړي دي.

په متحده ایالاتو کې په پرله پسې دوهمه ورځ کابو د ۲۰۰۰ کسانو د مړینې رپوټ ورکړل شوی دی. د جان هاپکینز پوهنتون د رپوټ له مخې په متحده ایالاتو کې د دغه ویروس له کبله د مړو شوو کسانو شمیر تر ۱۴۷۶۰۰ اوښتی دی او همداشان د ثبت شوو مثبتو پيښو شمیر ۴۳۲ زره تنه دی.

کرونا ویروس تر ټولو زیات د نیویارک ایالت ځپلی دی چې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر پکې تر۱۵۰ زرو زیات دی او همداشان د دغې ناروغۍ له کبله د مړو شوو کسانو شمیر شا او خوا ۵۰۰۰ تنه دی.

د روبرت کوخ انستیتوت د معلوماتو له مخې په آلمان کې هم په کرونا ویروس د اخته کیدو له کبله د مړو شوو کسانو شمیر ۲۱۰۷ تنو ته رسیدلی دی. زیاته شوې ده چې دغه شمیر تر هغې دمخې ورځې په پرتله ۲۴۶ تنه زیات دی.

همداشان په آلمان کې د کرونا ویروس د ثبت شوو پيښو شمیر ۱۰۸۲۰۲ تنه ښوول شوی دی. دا دریمه پرله پسې ورځ ده چې په آلمان کې د مثبتو پيښو شمیر زیات شوې دی. تر دې دمخه یو څو ورځې دغه شمیر مخ پر ټیټیدو وو.

په سویلي کوریا کې بیا د فبرورۍ له شلمې نیټې څخه یعنې څه د پاسه شپږ اوونۍ وروسته د مثبتو پيښو تر ټولو ټیټ شمیر ثبت شوی دی.

د فبرورۍ میاشتې په وروستیو او د مارچ په لومړیو کې سویلي کوریا تر چین وروسته د نړۍ په کچه له دغه ویروسه سخت اغیزمن شوی دوهم هیواد وو، چې هره ورځ پکې د دغه ناروغۍ له کبله د مړینې شمیر په سلونو وو. د پنجشنبې په ورځ د کوریا د ناروغیو د کنترول مرکز وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۹ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د کرونا پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: