1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې د ماشوم کارګرو شمير د کميدو په حال دی

۱۳۹۸ خرداد ۲۱, سه‌شنبه

دا يو ښه خبر دی چې په ټوله نړۍ کې مخ پر زياتېدونکي توگه اوس لږ ماشومان په زور کار ته اړ ايستل کيږي خو يو بد خبر هم شته: هغه دا چې دغه شاتگ په دې وروستيو کلونو کې ډېر ورو شوی دی.

https://p.dw.com/p/3KAqy
Indien Kinderarbeit Junge KFZ-Mechanker
انځور: Getty Images/AFP/C. Mao

د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د جون ۱۲) د «ماشومانو د کار پر ضد نړيوالې ورځې» په مناسبت کاتوليکي خبري آژانس د ماشومانو له پاره د ملگرو ملتونو د ادارې یا »يونيسف« او د ماشومانو د ساتنې نورو سازمانونو لکه «تيرې دې هومز» او «دي شتيرن سنگر» په حواله شميرې او معلومات خپاره کړي دي. 

د ماشومانو کار څرنگه تعريفیدای شي؟

بايد د نورمالو يا عادي کارونو، د مثال په توگه  په کور او کروندو کې د ماشومانو د کار او د ماشومانو څخه د ناوړه گټه پورته کولو ترمنځ فرق وشي. د قانوني کار له پاره د نړۍ زياترو دولتونو يو قانوني سن چې د ۱۴ او ۱۶ کلونو ترمنځ دی، ټاکلی دی. زيان رسوونکي کارونه هغو کارونو ته ويل کيږي چې د نجونو او يا هلکانو له پاره  خطرناک وي او يا دا چې هغوی استثماريږي، د هغوی د جسمي او رواني ودې مخه نيسي او يا ښوونځيو ته یې د تلو مخه نیسي .

دلته مقصد له کوم ډول کارونو څخه دی؟

د ملگرو ملتونو په حواله د ماشومانو د کار تر ټولو ناوړه ډولونه غلامي او جبري کار اخيستنه ده  لکه د عسکر په توگه د ماشومانو استخدامول، بدلمنۍ ته مجبورول او په جنايي جرمونو، د مثال په توگه د مخدره موادو د انتقالوونکو په توگه ترې کار اخيستل او همدا راز نور داسې کارونه چې د ماشومانو امنيت او روغتيا ته گواښ پېښولی شي. د نړۍ کابو ټولو دولتونو پر دې هدف توافق کړی دی چې تر ۲۰۲۵م کال پورې به د ماشومانو د کار هر ډول په بشپړه توگه له منځه وړي.

څومره ماشومان په کار بوخت دي؟ 

د کار د نړيوال سازمان د تازه اټکلونو پر اساس اوسمهال په ټوله نړۍ کې ۲۱۸ میليونه ماشومان او تنکي ځوانان چې سن یې د پنځو او ۱۷ کلونو ترمنځ دی، په کار بوخت دي. د يونيسف په حواله له دوی څخه یې ۱۵۲ ميلیونه تر داسې شرایطو لاندې کار کوي چې بنسټیز حقونه او چانسونه یې تر پښتو لاندې کيږي.

Mexiko Bananenernte in Veracruz
د لاتين امريکا په فارمونو کې يو شمير ماشومان په کار بوخت ديانځور: picture-alliance/Photoshot/B. Coleman

له دوی څخه نيمايي يعني ۷۳ ميليونه د کار داسې شرایط لري چې ډېر خطرناک دي او دوی استثماريږي. د بيلگې په توگه د بورکينا فاسو د سرو زرو په کانونو، د بنگله ديش د ټکر په فابريکو، د عاج ساحل د کاکوو په کروندو او يا د لاتين امريکا په فارمونو کې. د دې ماشومانو ۴۸ سلنه یې لا ديارلس کلن شوي نه دي.

د نړۍ کومې سيمې زياتې اغیزمنې دي؟

زياتره نجونې او هلکان چې بايد کار وکړي، په افريقا کې اوسي چې شمير یې ۷۲ ميليونه دی. تر هغه وروسته آسيا ده چېرې چې ۶۲ ميليونه ماشومان کار کولو ته اړ دي.

دا ماشومانو څه کارونه کوي؟

تر ټولو زيات ماشومان يعني ۷۰،۹ سلنه د کرهڼې په برخه کې، ورپسې ۱۱،۹ سلنه په صنعت او نور ۱۷،۲ سلنه یې د خدماتو په برخه کې د مرستندويانو په توگه په دندو بوخت دي.

همدا زار اټکل کيږي چې ۱۵ ميليونه ماشومان او تنکي ځوانان په کورونو کې د خدمو په توگه کار کوي چې زياتره یې نجونې دي.

ایا د ماشوم کارګرو شمیر مخ په کمیدو دی؟

د ۲۰۰۰م کال په پرتله د ماشوم کارګرو شمير په واضح توگه ټيټ شوی دی خو په دې وروستيو کلونو کې دغه شاتگ ورو شوی دی. د ماشوم کارکوونکو په  شمير کې ځانگړی کمښت په آسيا او پاسيفيک سيمو کې ليدل شوی خو په لاتين امريکا کې هم د ماشومانو کار کم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افريقا د لوې صحرا په جنوب کې بيا په دې وروستيو کلونو کې ليدل شوي چې د ماشومانو کار بيرته زيات شوی دی. يو دليل یې هلته ناوړه اقتصادي حالت دی خو وسله والې شخړې او طبيعي ناورينونه هم پکښې نقش لري.

په منځني ختيځ کې هم د يونيسف څارونکو موندلې چې د سوريې او عراق د شخړو له کبله د ماشومانو د کار کچه لوړه شوې ده.

د ماشومانو د کار پر ضد کومې تگلارې غوره شوي؟

مرستندويه سازمانونه وايي چې د ماشومانو د کار د له منځه وړولو له  پاره په لومړي سر کې بايد هر حکومت ځان پر دې مکلف کړي چې هغوی به ښوونځي ته د تلو مکلفيت عملي کوي او د دې زمينه به برابروي. همدا راز  د ښوونځي پای او د کار د کولو له پاره حد اعقل سن په قانون کې بايد تعين شوی وي. د ماشومانو مرستندويه سازمانونو غوښتي چې دولتي نظارتي ادارې بايد قوي شي او هغه کار فرمايان چې ماشومان استثماروي بايد جزا وویني.

bs/sm (KNA

زموږ له آرشيف څخه: