په نړۍ کې د رسنيو ناوړه حالت ته کتنه
يونسکو د می مياشتي دريمه نيټه د مطبوعاتو ازادۍ په نوم ياده کړي. په دغه ورځ د رسنيو د ازادۍ پر اهميت ټينګار کيږي، په خاصه توګه د هغه خبريالانو يادون کيږي چې د کار په بهير کې خپل ژوند له لاسه ورکړې وي.
هنګري
په هنګري کې د دولت ښی اړخه لومړی وزير، کوښښ کوي چې په دغه هيواد کې انتقادي غږونه خاموشه کړي. له ټولو څخه ډيري راديويي او تيلويزونې خپرونې دولتې دي. محلي مطبوعات هم اوربان ته نږدي شرکتونو په واک کې دي.
پولنډ
په پولنډ کې د رسنيو د حقوقو پلويان، له هغه راهيسې چې په ۲۰۱۵م کال د دغه هيواد ملي محافظه کاره دولت په اصلاحاتو لاس پورې کړ د رسنيو آزادي په خطر کې ويني. ډير خبريالان له کاره و ايستل شول، د هغوی ځاي د محافظه کارو رسنيو خبريالانو ډک کړ.
ترکیه
په ترکیه کې ډير خبريالان د دغه هيواد په زندانونو کې پراته دي. د انتقادي ورځپاڼې (جمهوريت) چلوونکې، جاندوندار، په آلمان کي اوسیږي او په تبعيد کي هم د امنيت احساس نه کوي. د اپريل میاشتې په (۲۶) نيټه په ترکیه کې محکمې د دندودار ځای ناستې او د جمهوریت ورځپانې څو تنه نور خبريالان په اوږدو کلونو بند محکوم کړل.
مالتا
د مالتا خبرياله (دافنه کاروانا ګاليتسيا) د مالتا د رهبرانو په اړه د حقايقو بربنډولو له کبله مشهوره او گواښل کيده. د ۲۰۱۷ کال په اکتوبر مياشت کې په بمې چاودنه کې چې د دې له پاره ځای پر ځای شوی وو، ووژل شوه. له هغه څخه تر مخه د مالتا د اقتصاد وزير په اړه د حقايقو ښکاره کولو له کبله يې بانکي حساب تړل شوې وو.
سلواکيا
د ۲۰۱۸ م کال په فيبروري مياشت کې، د سلواکيا څيړنيز خبريال جان کوشاک،له خپلې کوژدې مارتينا کوزنيرووا سره ووژل شو. کوشاک په سلواکيا کې د دولتې کارکوونکو او ايټاليا د مافيا د اړيکو په اړه تحقيق کړی وو. هغه ته د وژلو ګواښ شوی وو. له همدې کبله يې د ۲۰۱۷م کال په مني کې د سلواکيا مقاماتو ته خبر ورکړی وو.
صربستان
د صربستان جمهور رئيس الکساندر ووچيچ، دولت ته نږدي رسنيو څخه ګټه اخلي، تر څو منتقد خبريالان پرې وويروي او پر هغوی د خيانت ټاپه لګوي. د ۲۰۱۸م کال دسمبر مياشت کې څيړنيز صربې خبريالي، ميلان يووانوويچ او ميرمن يې له يو بريد څخه ژوندي ووتل. د هغوی کور وسوځول شو. له دغې پيښې څو ورځې وروسته يووانوويچ چې په محلي ادارو کې يې د فساد په اړه راپور ورکړی وو، يو ځل بيا پرې بريد وشو.
چک جمهوريت
د چک جمهوريت د جمهور رئيس ميلوش زمان مامورين پرهغو خبريالانو بريدونه کول چې د جمهور ریس په توګه يې د ده د بيا ټاکل کيدلو په اړه راپورونه ورکول. ميلوش زمان په ۲۰۱۷م کال کې ويلي ول چې خبريالان له منځه يوسی او په خپله يې هم د تلويزيون کمرې تر مخ کلاشينکوف په لاس کې ونيو، چې پرې ليکل شوي وو،(د خبريالانو له پاره.)
روسیه
د روسيې دولتې رسنۍ د دولت له پاره تبليغ کوي. په دغه هيواد کي آزادې رسنۍ له هر پلوه، لکه اقتصادي او نور تر ډير زور او فشار لاندې دي. په ۲۰۱۷م کال کې له ۴۰ څخه زيات ويبلاګ ليکونکي په بند محکوم شول او پنځه تنه خبريالان يې په جبر سره په روانې کلينيک کې بستري کړل. په روسیه کې هره ورځ څو ويبسايتونه فلتر او له لاس رسې لري کيږي.
آمریکا
په امريکا کې خبريالان چې دونالد ترامپ يې (د خلکو دښمنان) نوموي، هيڅکله يې د ۲۰۱۸م کال په اندازه ګواښونکي مکتوبونه نه ول ترلاسه کړي. دا چې دغه ګواښونه به تر کومې اندازې رښيتني وي،واشنګتن ته نږدي په اناپولس کي (کاپيتال) په نامه محلي ورځپاڼې پر دفتر باندې له بريد څخه څرګنده شوه. د ۲۰۱۸م کال په جون مياشت کې يو مسلح کس د دغه ورځپاڼې دفتر ته ورننوت او پنځه تنه يې په ډزو سره ووژل.