1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په ننګرهار کي د ځانمرگي بريد تلفات ۶۸ ته رسېدلي دي

۱۳۹۷ شهریور ۲۱, چهارشنبه

د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د شینوارو پر لاریون ځانمرګي برید کې تلفات نور هم ډير شوي دي. ويل کيږي چې په دغه بريد کې ۱۶۵ کسان نور ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/34iRs
انځور د بلي پيښي دی
انځور د بلي پيښي دیانځور: picture-alliance/AP Photo

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دويچه ويله ته وویل چې د تېري ورځي د ځانمرګي برید د وژل شویو کسانو شمېر ۶۸ او د ټپيانو دا ۱۶۵ته لوړ شوی دی.

هاخوا د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس ډاکټرنجیب الله کاموال هم رسنیو ته ویلي دي چي، د دوی ټولو روغتیايي مرکزونو ته ۳۳ جسدونه او ۱۶۵ ټپيان وروړل شوي ول، خو د دوی صحي کارکوونکو کور په کور پلټنه کړې او پیداکړې یې ده، چې د تېرې ورځي په رید کې ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۶۵ نور ټپيان شوي دي.

دی وايي، ځينې ټپیان خیبرپښتونخوا ته هم وړل شوي دي، چې د هغو له شمېر مالومېدو سره به د دوی ورکړل شوي شمېرې هم لوړې شي.

ډاکټرنجیب وايي، د دوی په ټولو مرکزونو کې ټپيانو ته پر وخت رسېدنه شوې او د خدماتو په وړاندې کولو کې هېڅ ډول ستونزه نه ده پيښه شوې.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړي او د شینوارو ولسوالۍ اوسېدونکي عبیدالله شینواري دویچه وله ته وویل، په پروني برید کې ۷۳ کسان وژل شوي او تر ۲۲۰ ډېر ټپيان شوي دي.

دی وايي، وژل شویو او ټپيانو کې لویان، ماشومان او ځوانان شامل دي.

د ولس دا استازی د ننګرهار ولایتي ادارې ته له دې امله د پړې ګوته نیسي، چې د ولسونو د لاریون له پاره یې سم امنیتي تدابیر نه وو نیولي او همدا وه، چې د امنیتي ادارو د ناغېړۍ له امله ډيري کورنۍ د ویر پر ټغر کښېناستلې.

عبیدالله شینواری وايي، ولسونو د اچین ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو د قومندان بلال پاچا پر ضد له دې امله لاریون کړی و، چې په خبره یې، یاد قومندان په وژنو، تښتونو، غلاو، د ځمکو په غصب او جنسي تېري پېښو کې لاس لري.

هغه وويل، د بلال پاچا پر ضد شینوارو ۲۰۵ قضیې ثبت کړي؛ خو حکومت دغه قومندان عدلي او قضايي ارګانونو ته نه دی سپارلی.

عبیدالله شینواری وايي، پرونی ځانمرګی برید نه داعش او نه هم طالب وسله والو کړی، بلکې هماغه قومندان بلال پاچا او د هغه کسانو کړی دی.

خو د ننګرهار ولایتي ادارې  ویلي دي چې، دوی بلال پاچا عدلي ارګانونو ته سپارلی و؛ خو د ثبوت نه شتون له امله بېرته آزاد شوی دی. خپله بلال پاچا بیا پر ده لګېدلي تورونه بې بنسټه بولي او وايي، که کوم جرم پرې ثبوت شو، خپله به عدلي او قضايي ارګانونو ته ځان وسپاري.