1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په میلیونو ایملونه او پسوردونه هک شوي دي

مسعود جهش (dpa, Reuters)۱۳۹۲ بهمن ۲, چهارشنبه

د آلماني چارواکو په خبره له ۱۶ میلیونو څخه ډیر ایملونه هک شوي دي. زیاته شوې ده چې د هک شویو ایملونو له ډلې څخه نیمایي یې په «.de» ختمیدل چې د آلمان د انترنتي پاڼکو کود دی.

https://p.dw.com/p/1AvC0
انځور: picture-alliance / ANP Lex van Lieshout

د معلومات د خوندیتوب له پاره د آلمان فدرالې ادارې یوه انترنتي پاڼه جوړه کړې ده چې سړی کولای شي په مرسته یې پر دې خبرې باندې پوه شي چې ایا انترنتي ادرس یې هک شوی دی او که نه. خو دغه انترنتي پاڼه په خپله د سه شنبې په ورځ د یو څه وخت له پاره له فعالیت څخه پاتې شوه. د دې کار لامل دا وو چې ډیرو خلکو غوښتل دا خبره معلومه کړي چې ایا انترنتي ادرس یې هک شوی دی او که نه. هر څوک چې خپل ایمل په دې انترنتي پاڼې ولیکي، هغه بیا وروسته یو ایمل ترلاسه کوي چې په کې دا خبره راغلي وي چې ایا د ایملونه یې هک شوي او که نه.

یو انترنتي ادرس هغه وخت هک کیږي چې انترنتي غله د هغه پسورد تر لاسه کړي او یا هم خو له دغه ادرس څخه د معلومات د راایستلو هڅې وکړي. په ډیرو مواردو کې غله هڅه کوي چې له انترنتي ادرسونو څخه د کریدت کارتونو معلومات تر لاسه کړي.

د آلمان د معلوماتو د خوندیتوب له دفتر څخه تیم گریسې، وایي: «که ایمل مو هک شوی وي نو ستاسو په کمپیوتر کې کوم ډول ویروس لرونکی پروگرام ثبت شوی دی.» لا تر اوسه پورې چارواکو دغه خبره نه ده روښانه کړې چې دغه ایمل ادرسونه چا هک کړي دي.
د لا ډیر امنیت غوښتنه

د آلمان د سوسیال دیموکراتانو د گوند غړي لارس کلینگبیل، د چهارشنبې په ورځ له تگسشپیگل ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې باید د امنیتي څیړنو په برخه کې لا ډیره پانگونه وشي. هغه زیاته کړه: «دغه پېښه ښيي چې د انلایت هویت د غلا کولو موضوع څومره پرمخ تللې ده او دا چې موږ باید په راتلونکې کې ډیر کار وکړو. دا کارونه به لگښتونه ولري خو موږ باید پانگونه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې رسنیو ویلي دي چې که څه هم د هک د دغې لویې پېښې په اړه آلمانیانو ته په روانه اوونۍ کې معلومات ورکړل شول، خو چارواکي لا پرې د تیر کال په دسمبر میاشت کې خبر ول.