1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په میانمار کې نښتو په زرونو خلک تیښتې ته اړ کړي

۱۳۹۶ شهریور ۵, یکشنبه

په میانمار کې نښتو ډیری کسان دې ته اړ کړي چې خپل ټاټوبي پریږدي. په داسې حال کې چې د میانمار چارواکو له جمعې ورځې راهیسې ۴۰۰۰ غیر مسلمانان خوندي ځایونو ته انتقال کړي، ۲۰۰۰ روهنګیا مسلمانان د بنګله دیش پر لور تښتیدلي دي.

https://p.dw.com/p/2ivLJ
Myanmar Kämpfe Flucht Rohingyas nach Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/W. Moe

د میانمار د ټولنیزو چارو وزیر ون مایات آی، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې شا او خوا د ایتنکي ګروپونو ۴۰۰۰ کلیوال خوندي ځایونو ته انتقال کړی شوي دي. د هغه په خبره دغه کسانو ته په بودایي عبادت ځایونو، حکومتي ودانیو او د پولیسو په مرکزونو کې سرپناوې برابرې کړی شوي دي او خوراکي توکي ورته رسول شوي دي.

په بنګله دیش کې۴۰۰ زره روهنګیا لږکي

دا چې له روهنګیا لږکیو سره څه ډول مرستې شوي دي، په هکله یې ون مایات آی، څه نه شو ویلی. په رسمي توګه بنګله دیش روهنګیا مسلمانان نه مني. خو په وروستیو کې ډیر کسان پر پوله اوښتي دي. په بنګله دیش کې شا او خوا ۴۰۰ زره روهنګیا لږکي اوسیږي. یوازې د تیر کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې ۸۷۰۰۰ روهنګیا مسلمانان بنګله دیش ته ورغلي دي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د جمعې له ورځې راهیسې ۲۰۰۰ کسان پر دې نور وراضافه شوي دي. خو ویل شوي دي چې له روهنګیا لږکیو سره تړاو درلودونکي ۷۰ کسان له پولې بیرته میانمار ته ستانه کړی شوي دي.

Myanmar Kämpfe Genzsoldaten in Bangladesch
په ګاوندي هیواد میانمار کې نښتو ته په کتو سره، په بنګله دیش کې سرحدي ځواکونه د هاوان د عیارولو پر مهال لیدل کیږيانځور: Reuters/M. P. Hossain

د ځایي اوسیدونکو په وینا د میانمار د پوځ او روهنګیا لږکیو تر منځ د میلادي اوونۍ له پای راهیسې د رخنې په سیمه کې نښتې ادامه لري. دغه سیمه د میانمار په لویدیځ کې پرته ده. په دغو نښتو کې تر اوسه د ۱۰۰ تنو د وژل کیدو رپوټونه ورکول کیږي. دغه تاوتریخوالی ښيي چې د سویلي آسیا په دغه هیواد کې چې زیاتره اوسیدونکي یې بودایان دي، د امنیتي ځواکونو او روهنګیا مسلمان لږکیو تر منځ کړکیچ څومره زور اخیستی دی. په اکتوبر میاشتې د روهنګیا پاڅون کوونکو له لوري تر لومړنۍ حملې وروسته تل د نښتو رپوټونه ورکول کیږي. د لومړنۍ حملې وروسته د میانمار پوځ ستر عملیات پیل کړي دي.

د انګ سان سوچي له پاره لویه ننګونه

په میانمار کې روهنګیا لږکي د هغې مذهبي ډلې په توګه ګڼل کیږي چې له حقوقو بې برخي دي او تر تعقیب لاندې دي. د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخې په تیر مني کې د میانمار د پوځ له لوري د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې ښایي عسکرو د بشریت ضد جرمونه کړي وي. په ټوله نړۍ کې هم روهنګیا لږکي هغه ډله شمیرل کیږي چې تر سخت فشار لاندې ده.

د سولې د نوبل جایزې ګټونکي انګ سان سوچي حکومت د تاوتریخوالي تازه پيښې غندلي دي چې په وسلو، ډنډو او نورو وسیلو په واسطه سمبال روهنګیا لږکیو د هغوي په خبره د پولیسو پر دفترونو او یوې قشلې باندې برید کړی وو. د ۱،۱ میلیونه روهنګیا لږکیو سره چلن د سان سوچي له پاره لویه ننګونه بلل کیږي. روهنګیا لږکیو ته د میانمار تابعیت نه ورکول کیږي. پر سان سوچي باندې تور پورې کیږي چې د دغو لږکیو له پاره څه نه کوي او په دې ترتیب د پوځ د ظالمانه غچ اخیستونکو اقداماتو څخه ملاتړ کوي.