1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل

دویچه ویله، آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ مرداد ۵, شنبه

د مصر اخوان المسلمین ګوند د دغه هیواد پر امنیتي ځواکونو باندې تور پورې کړی دی چې د محمد مرسي پلویان یې په یوه ډله ییز برید کې وژلي دي. لږ تر لږه د ۷۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

https://p.dw.com/p/19F5t
انځور: Reuters

د اخوان المسلمین د ویاند د وینا له مخې، د شنبې په ورځ سهار وختي امنیتي ځواکونو په هدفي توګه د اخوان المسلمین پر پلویانو باندې ډزې کړي دي. د الجزیري تلویزون بیا د ۱۲۰ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړی دی.

په مصر کې د تیرو دوه کلنو تحولاتو په ترڅ کې د جمعې په ورځ ستر لاریونونه تر سره شول. ګوښه کړای شوی ولسمشر محمد مرسي تر تعقیب لاندې دی او د تاوتریخوالي په پیښو کې د ۱۶ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.

د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جولای د میاشتې ۲۶مه) د پلازمینې قاهرې د تحریر په میدان کې د راپرځول شوي ولسمشر محمد مرسي په سلګونو زره مخالفین راټول شوي ول. دغه کسان د مصر د پوځ د مشر عبدالفتاح السیسي د غوښتنې په غبرګون کې راوتلي وو. السیسي له مصریانو غوښتي وو چې د «تشدد او تروریزم» پر ضد د پوځ د مبارزې څخه خپل ملاتړ څرګند کړي.

د اخوان المسلمین د ګوند غړو هم په بیلا بیلو ښارونو کې په مخالفو احتجاجي مظاهرو کې ګډون کړی وو.

په قاهره کې د جمعې شپې تر ناوخته لاریونونه په سوله ییزه توګه پاتې شول، خو د شنبې په سهار وختي دغه لاریونونه په تاو تریخوالي واوښتل. د امنیتي ځواکونو او د مرسي د پلویانو تر منځ د اخ او ډب په پایله کې د مرسي د ۱۶ تنو پلویانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي. د چارواکو د وینا له مخې د اسکندریه په ښار کې هم پنځه تنه وژل شوي او نور په لسګونو بیا ټپیان شوي دي. خو د رویټرز خبري آژانس بیا د اخوان المسلمین له قوله د خپلو ۷۰ تنو پلویانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.

د جولای میاشتې په دریمه نیټه د مرسي د ګوښه کیدو راهیسې، تر اوسه د اخ او ډب په پایله کې شاوخوا ۲۰۰ تنه وژل شوي دي چې زیاتره یې د اخوان المسلمین ګوند پلویان دي. د نوموړې نیټې وروسته په پلازمینه قاهره کې د مرسي په لسګونو زره پلویان راغونډ شوي او د هغه د بیرته واک د رسیدو پر سر ټینګار کوي.

په عین وخت کې د مصر د کورنیو چارو وزیر محمد ابراهیم د شنبې په ورځ ویلي دي، چې د مرسي د پلویانو دغو غونډو ته به د پای ټکی کښیږدي، خو په دې اړه یې نور جزییات په ډاګه نه کړل چې دغه کار به د پولیسو او که د پوځ له لوري تر سره شي.

د ابراهیم په وینا «...ډیر ژر به د څارنوال له لوري تصمیم ونیول شي او دغه حالت ته به د پای ټکی کیښودل شي.» خو هغه یادونه وکړه چې دغه احتجاجي غونډې به «د قانون په چوکاټ» کې ختمې کړای شي.

مرسي تر تعقیب لاندې دی

د مصر دولتي خبري آژانس «مېنا» او د «الاحرام» ورځپاڼې انټرنیټي شبکې د جمعې په ورځ رپوټ ورکړ چې د یوې محکمې قاضي د پنځلسو ورځ له پاره د محمد مرسي په توقیف کې د پاتې کیدو امر کړی دی.

د الاحرام ورځپاڼې د رپوټ په حواله چارواکي له محمد مرسي څخه د ۲۰۱۱م کال د مشهور ولسي پاڅون په ترڅ کې د مصر پر ضد د «دښمنی» په نامه اقداماتو د تر سره کولو په اړه تحقیقات کوي. د ۲۰۱۱م کال پاڅون د پخواني واکمن حسني مبارک په راپرځیدو تمام شو.

د «مېنا» د خبري آژانس د رپوټ په حواله په دغه تورونو کې د فلسطیني ډلې حماس سره د توطیې د ترسره کولو تور هم شامل دی ترڅو د ادعا له مخې « د دولت ضد اقدمات تر سره شي، د پولیسو په مرکزونو او د پوځ پر افسرانو بریدونه وشي، یوه زندان ته اور واچول شي او د دې له پاره لاره اوراه کړي شي چې د هغه[محمد مرسي] په شمول له محبس څخه بندیان وتښتي. همداشان د افسرانو، سرتیرو او بندیانو قصدي وژل هم په دې تورنو کې شامل دي.»

د رپوټونو په حواله د مرسي څخه به محکمه په دې اړه هم پوښتنې وکړي چې څرنګه په ۲۰۱۱م کال کې د اخوان المسلمین په لسګونو مشران له زندان څخه راوتښتیدل.