1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مصر کې د مرسي په پلوي مظاهرې وشوې

مسعود جهش (AP, AFP, dpa, Reuters)۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعه

په قاهره کې د مصر د کوښه کړای شوي ولسمشر محمد مرسي، په زرهاوو پلویانو د جمعې تر لمانځه وروسته د پوځ له خوا د دغه هیواد د کنترول په لاس کې نیولو پر ضد مظاهرې وکړې.

https://p.dw.com/p/192nT
Members of the Muslim Brotherhood and supporter of ousted Egyptian President Mohamed Mursi shouts slogans at the Raba El-Adwyia mosque square in Cairo July 4, 2013. The leader of the Muslim Brotherhood was arrested by Egyptian security forces on Thursday in a crackdown against the Islamist movement after the army ousted the country's first democratically elected president Mursi. At least 16 people have been killed and hundreds wounded in street clashes across Egypt since Mursi's overthrow. REUTERS/Louafi Larbi (EGYPT - Tags: POLITICS CIVIL UNREST MILITARY)
Ägypten nach Mursi-Sturzانځور: Reuters

د مرسي د پلویانو تر مظاهرو لږ مخکې د قاهرې په اسمان کې پوځي جټ الوتکې تر سترگو کیدې. تر دې مخکې مرسي په یوه ثبت شوي پیغام کې له خپلو پلویانو څخه غوښتي وو چې د هغه له قانوني ټاکنې څخه ملاتړ وکړي.

اوس چې د مرسي په زرهاوو تنه ملاتړ کوونکي د رابعه العدویه مسجد پر وړاندې سره راټول شوي دي په مصر کې د تاوتریخوالي د نویو پېښو د رامنځ ته کیدو گواښونه رامنځ ته شوي. د مرسي د پویانو د اجتماع سیمې ته نزدې ډیر شمیر پوځي موټر هم تر سترگو کیدل.

د مصر پوځ ویلي دي د سوله ییزو مظاهرو د حق درناوی کوي، خو په عین حال کې یې گواښ کړی دی چې له هغو کسانو سره به قانوني برخورد وکړي چې تاوتریخوالي ته لمن وهي.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار ادارې په عاجل ډول په مصر کې د تاوتریخوالي د وروستیو پېښو د څیړنې غوښتنه کړې ده. د دغې ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې شواهد ښيي چې د تاوتریخوالي په وروستیو پېښو کې مظاهره کوونکي، اسلامپاله او په ځینو مواردو کې ان پوځ مسوول پاتې شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پوځ اوس د اخوان المسلمین د گونډ ډیر شمیر لوړ پوړي چارواکي نیولي دي. پخپله مرسي هم له چهارشنبې ورځې راهیسې په یوه نامعلومه ځای کې ساتل کیږي. پر مرسي باندې ښايي په ۲۰۱۱ کال کې د حسنې مبارک د رژیم تر راپرځیدو وروسته له زندان څخه د تښتیدو تور ولګول شي. په همدې حال کې پوځ د اخوان المسلمین د ګوند د څه نا څه ۳۰۰ غړو د نیولو امرونه هم صادر کړي دي.

مرسي د چهارشنبې په ورځ له واکه ګوښه شو. په دې ورځ پوځ د مرسي د واکمنۍ دوره پای ته ورسوله او د مصر اساسی قانون یې لغوه اعلان کړ.

په مصر کې یوه قضایي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د اخوان المسلمین له نیول شویو غړو څخه به د پوښتنو بهیر د راتلونکې اوونۍ په دوشنبې ورځ پیل شي.

په مصر کې د مرسي تر گوښه کیدو وروسته د لا ډیر تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو ویره رامنځ ته شوې ده. ډیر شمیر اسلامپالو په واضیح ډول د زور زیاتي گواښ کړی دی. د جمعې په ورځ وختي هم د اسلامپاله افراطیانو له خوا یو تن مصري سرتیری ووژل شو.

همداراز تر هغه لږ وروسته چې د ادلي منصور د مصر د موقت ولسمشر په توگه لوړه وکړه د دغه هیواد په ډیرو برخو کې د تاوتریخوالي د رامنځ ته کیدو خبرونه ورکړل شول.

د مصر په زقازیق ښار کې هم د مرسي د پلویانو او مخالفینو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې دي چې په پایله کې یې له ۸۰ څخه ډیر کسان ټپیان شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب