1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په مزارشریف ښار کې چاودنې یو سوداګر وواژه

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په بلخ ولایت کې یوه ځانمرګي برید یو سوداګر وژلي او دوه تنه نور یې ټپیان کړي دي. پیښه په دې ولایت کې له یوه رستورانت څخه بهر رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2nKGF
Karte Afghanistan Provinz Balkh Deutsch
انځور: DW

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند شیر جان دراني، ویلي دي چې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د پنجشنبې د ورځې برید هدف ښايي یو ځایي سوداګر محمد غني وو چې د چاودنې له کبله وژل شودی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو مرستیال محمد رزاق قادري، ویلي دي چې غني پخوانی جنګیالی او د مارمول ولسوالۍ مشر پاتې شوی دی. دراني روښانه کړې ده چې اوس پولیس د پیښې په اړه څیړنې کوي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.