1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مريخ کي د ژوند کولو نخښي موندل سوي دي

سيد رياض (دويچه ويله)۱۳۹۱ اسفند ۲۳, چهارشنبه

د کیوروسټي په نوم مریخ ته استول شوي روبات له خوا اخیستل شوو نمونو څخه داسي ښکاري چي په دغه سیاره کې ژوند کيدلای سي. دغه خبر د متحده ایالاتو فضایي ادارې ناسا ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/17wBo
ARCHIV - Die Aufnahme der Europäischen Weltraumagentur ESA/ESOC von Februar 2007 zeigt den Nachbarplaneten Mars. Die US-Raumfahrtbehörde NASA will innerhalb der nächsten 20 Jahre Menschen auf dem Mars landen zu lassen. «Wir haben den Langzeitplan, bis 2037 einen Mann auf den Mars schicken», sagte NASA-Direktor Michael Griffin nach Angaben der Nachrichtenagentur PTI vom Dienstag (24.09.2007) beim Internationalen Astronautischen Kongress in der südindischen Stadt Hyderabad. Ziel der NASA sei, eine «Weltraumzivilisation für morgen» zu schaffen. Foto: ESA/ESOC +++(c) dpa - Bildfunk+++
Der Planet Mars Aufnahme aus dem Weltraumانځور: picture-alliance/dpa/esa

دغه موندنې پرهغو پخوانیو نخښو نښانو اضافه شوي دي، چې په مریخ کې یې د اوبو د موندلو په اړه کړي وې. د امريکا فضایي اداره ناسا په دې هڅه کې ده چې دا خبره روښانه کړي چې په مریخ کې اوس یا پخوا ژوند کول ممکن دي او که نه.

د سه شنبې په ورځ «د ۲۰۱۳کال د مارچ دولسمه» ناسا، په خپل مرکزي دفتر کې چې په واشنګټن کې دی، د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې وویل چې د تيږو په نمونو کې موندل شوو منرالونو دا ښوولې ده چې په مریخ کې یو وخت ژوند امکان لاره.

د ناسا یوه ساینس پوه مایکل مایر، په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «سر له اوسه چې موږ په څه پوهیږو، د هغه ځواب هو دی.» ناسا د اګست په میاشت کې مریخ ته د کیوروسټي (Curiosty) په نوم یو روبات په دې موخه د څیړنو له پاره استولی وو.

روبات په مريخ کي د څېړنو پرمهال
روبات په مريخ کي د څېړنو پرمهالانځور: NASA/JPL-Caltech/MSSS

دغه روبات چې د مريخ د سفر له پاره په کار اچول شوی دی تر ټولو قيمتي او په تخنيکي توگه تر ټولو پياوړی روبات دی.

دغه روبات چې یو مجهز لابراتور پکښې ځای پر ځای دی په تیرو څو میاشتو کې مهم معلومات راټول کړي دي.

د سپتمبر په میاشت کې دغه روبات د وړو کاڼو د موجودیت په اړه هم معلومات راټول کړي ول. ساینس پوهانو ویلي ول چې د ژوند کولو له پاره یوازي د اوبو موجودیت بسنه نه کوي.

د ناسا کارپوهانو ویلي دي چې د دغه ډبري د څیړولو پر وخت د هایدروجن، کاربن، اکسیجن او سلفر موجودیت تثبیت شوی، چې د ژوندانه اساس جوړوي.

په پام کې ده چې د کیوراسټي په نوم د دغه روبات ماموریت به تر ۲۰۱۴ کاله پورې دوام وکړي. ساینس پوهان هیله لري چې دغه روبات به لا نوري ډیري نمونې راټولي کړي چې په مریخ یا سره سیاره کې به د ژوند کولو په اړه په جواب موندلو کې مرسته وکړي.