1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مدیترانې کې له سلو د ډیرو پناه غوښتونکو د وژل کیدوه ویره

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

مرستندویه سازمانونه اندیښمن دي چې د پناه غوښتونکو د دوو بادي کښتیو د ډوبیدو له کبله چې له لیبیا او مراکش څخه یې حرکت کړی وو، شاوخوا ۱۷۰ پناه غوښتونکي وژل شوي دي. د ایټالیا ولسمشر له دې کبله «ژور خپګان» ښوولی دی.

https://p.dw.com/p/3BrTB
Libyen Migranten vor der libyschen Küste
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

په دوو جلا پیښو کې مراکش او لیبیا ته نزدې له پناه غوښتونکو د دوو ډکو کښتیو تر ډوبیدو وروسته داسې ویره موجود ده چې ۱۷۰ تنه دې د مدیترانې په اوبو کې د ډوبیدو له کبله وژل شوي وي.

د مهاجرت نړیوال سازمان یا IOM په حواله د ایټالیا د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شویو درو پناه غوښتونکو ویلي دي چې له هغوی سره د جمعې په ورځ په ډوبه شوې بادي کښتۍ کې ۱۲۰ تنه سپاره ول. دې سازمان زیاته کړې ده چې په کښتۍ کې سپاره ډیر شمیر کسان د لویدیځ افریقایي هیوادونو اتباع ول.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویاند فلاویو دي ګیاکومو، ویلي دي چې دغې کښتۍ د پنجشنبې په ورځ له لیبیا څخه حرکت کړی وو خو ۱۰ یا ۱۱ ساعته وروسته ډوب شوي دي. زیاته شوې ده چې په کښتۍ کې لس ښځې او دوه ماشومان هم سپاره ول.

درې ژغورل شوي کسان د ایټالیا د یوه ټاپو په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د ایټالیا د سمندري ځواک غړو ویلي دي چې د دغو کسانو د ژغورنې پر مهال یې په اوبو کې درې مړي هم لیدلي دي.

د ایټالیا د سمندري ګزمې پورې تړلې یوې الوتکې د جمعې په ورځ د مهاجرو دغه ډوبیدونکې کښتۍ لیدلې وه خو له دې کبله چې دې الوتکې په کافي اندازه تیل نه لرل نو د سیمې پریښودو ته اړ شوې وه.

تر پیښې وروسته لیبیا سیمې ته یوه کښتۍ استولې چې ژوندي پاتې شوي کسان وژغوري، خو تر دې وروسته چې دغه کښتۍ د چا په موندلو ونه توانیدله ماموریت یې پای ته ورسید. آلمانۍ ژغورونکې ډلې «سمندري څار» ویلي چې د شنبې په ورځ یې ۴۷ پناه غوښتونکي ژغورلي دي خو په دې نه پوهیږي چې ایا ژغورل شوي کسان هم په همدې کښتۍ کې سپاره ول او که نه.

د مراکش په څنډو کې ډوبیدل

په یوې بلې پیښې کې یوه ژغورل شوي پناه غوښتونکي یوه هسپانیاوي ژغورونکي سازمان ته ویلي دي چې د په البوران سمندر کې د بادي کښتۍ د ډوبیدو له کبله ۵۳ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي چې دغه دواړه پیښې نه شي تاییدولی خو روښانه کړې یې ده چې د دغو پیښو خبر خواشینوونکی دی.

د ایټالیا ولسمشر سیرګیو ماتاریلا، «د مدیترانې سمندر په اوبو کې د رامنځ ته شوې تراژیدي له کبله ژوره خواشینې» ښولې ده. د دې هیواد لومړي وزیر بیا ویلي چې دغې پیښې شوک کړې او دا چې هیواد به د انساني قاچاق وړونکو پر ضد خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال پر لومړيو ۱۶ ورځو کې اروپا ته ۴۴۴۹ پناه غوښتونکي رسیدلي دي چې څه نا څه ټول دغه کسان د سمندر له لارې اروپايي هیوادونو ته راغلي. دغه شمیر د ۲۰۱۸ کال په همدې موده کې ۲۹۶۴ تنه وو. د مهاجرت نړیوال سازمان د شمیرو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې نزدې ۲۲۹۷ تنه پناه غوښتونکي په مدیترانې کې مړه یا لا درکه شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په دې کال کې د اوبو له لارې اروپا ته ۱۱۶۹۵۹ تنه رسیدلي دي.