1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مديترانې سمندرگي کښي ۲۵۰تنه کډوال غرق سوي

۱۳۹۰ فروردین ۱۸, پنجشنبه

د کډوالو يوه بېړۍ چي شاوخوا ۳۵۰ کسان پکښي سپارل ول د مالتا او د ايټاليا د لامپيدوزا د ټاپو تر منځ ډوبه سوې ده او يوازي ۴۸ تنه ژوندي ژغورل سوې يدي.

https://p.dw.com/p/RG6B
انځور: dpa

څه د پاسه 250 انسانان چي په هغو کي ماشومان او ښځي هم شامل دي، د يوې ليبيايي کب نيونکي بيړۍ د ډوبيدو له امله خپل ژوند د لاسه ورکړی. دغه پيښه ددغه لالهانده سفر د وروستيوکلونو تر ټولو ستر ناورين دی.

په لامپيدوزا کي د ساحلي محافظينو يو تن، پيترو کاروسيا، وويل:«موږ ته د شپې پر دو بجو خبر راکړل سو. دوه ساعته وروسته موږ د خپلو کوچنيو بيړو سره د پيښي ځای ته ورسيدو. د کډوالو څخه ډکه بيړۍ زموږ د سمندري قلمر په ساحه کي نه وه ډوبه سوې، بلکي زموږ له پولي څخه کابو 60 کيلو متره ليري وه. موږ وتوانيدو چي يوازي 48 تنه انسانان وژغورو.»

دا چي د ايتاليا ساحلي محافظين د کښتۍ د ډوبيدو څخه څنګه خبر سول. ويل کيږي کله چي کښتۍ د ډوبیدو سره مخ سوه، د سټلايت تيلفون له لاري د بيړنيو مرستو مرکز ته د پيښي خبر ورکړل سو. خو د شپې تياره او خرابي هوا د ژغورني عمليات له ستونزو سره مخ کړل.

د مديتراني سمندرګی په دې شپو او ورځو کي سخت توپاني سوی او د اوبو د توپان څپه د څلور تر شپږو مترو پوري لوړيږي.

د ساحلي محافظت د ژغورني کار کونکي وايي: خو بيا هم دوی وتوانيدل چي ډير ژر د پيښه ساحه پيدا کړي. هغوی وايي، کله چي دوی هڅه وکړه چي کډوال خپلو بيړيو ته وليږدوي، په دي وخت کي د هغوي بيړۍ چي ډير خلک پکښي سپاره ول ، چپه سوه.

« موږ تر اوسه سم نه پوهيږو چي څه وسول، اوس مو تحقيقات پيل کړي دي، خو مهمه خبره دا ده چي لږ تر لږه 48 انسانان مو وژغورل.»

دا چي ولي نور کسان ونه ژغورل سول، ښايي وجه يي دا وي چي ډيری کډوال له افريقايي هيوادونو څخه ول او هغوی لامبو وهلای نه سي، او د بلي خوا د کډوالو اکثره بيړۍ د ژغروني په وسايلو سمبال نه دي.

د ژغورني عمله وايي چي هغو په سمندرکي ځيني مړي هم وموندلي چي يو زيات شمير يې ښحي او ماشومان ول. په ژغورل سويو کسانو کي يوازي دوې تنې ښځي، چي يوه يې حامله وه ، او يو ماشوم شامل دي نور ټول نارينه دي.

شتيفن روم/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل