1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په متحده عربي آماراتو کې دين او زغم

۱۳۹۷ بهمن ۱۶, سه‌شنبه

متحده عربي آمارات ځان د عربي نيمه ټاپو له بل هر هېواد څخه زيات ليبرال بولي. دلته بدايان، هندوان او د نورو مذهبونو پېروان اجازه لري د خپلې عقيدې سره سم ژوند وکړي.

https://p.dw.com/p/3Ck8J
Christen in VAE
د دوبۍ سانت پاول کليساانځور: Getty Images/AFP

تقريباً سل تنه بدايان د خپل عبادتځای مخکې په پراته چمن کې راټول شوي دي. هغوی دلته د چمن پر وښو ناست ځان آراموي او خپل عبادات ترسره کوي. يوې لويې ونې يو څه سيورې کړې او د ياسمين د غوټيو او اگربتيو بویې خپور دی.

يوه ودانۍ چې په لومړي نظر يو عادي د استوگنې کور ښکاري، په حقيقت کې د متحده عربي آماراتو د ځليدونکي تجارتي ښار دوبۍ په منځ کې د زرونو بدايانو له پاره د مذهبي عبادت مرکز دی.

روبيش پيلای چې په اصل کې د سريلنکا دی، د دوبۍ ښار ښکلاگانو سره ليوالتيا نه لري بلکې خپل وزگار وخت له خپلو وطندارانو سره تېروي. هغه وايي: «موږ ته په دې هېواد کې ښه راغلاست ويل کيږي او پر خپل مذهب عمل کولو ته تشويقيږو. نه يوازې د خلکو او حکومت له خوا. زموږ گاونډيان دلته پاکستانيان دي. هغوی له دې سره هيڅ ستونزه نه لري چې موږ دلته يوو. د شور او يا نور څه له وجې هيڅ شکايت نه کيږي او نه هم بله کومه ستونزه شته.»

بدايان، عيسويان، هندوان ـ ټول د راټوليدو او د خپلو عبادتونو د کولو اجازه لري. متحده عربي آمارات په سيمه کې تر ټولو ليبرال او پراخ نظره هېواد گڼل کيږي. درې کاله تر مخه حکومت د «زغم وزارت» په نوم يو جلا وزارت رامنځته کړ. وزير شيخ نهيان بن مبارک النهيان د خپل منځي تفاهم خبره کوي. نوموړی وايي: «له زغم څخه زموږ تعریف نورو ته درناوی دی. د زغم څخه زموږ تعريف دادی چې نور درک کړو، يو له بل سره خبرې وکړو او په عين وخت کې خپل تفاوتونه وساتو.»

Christen in VAE
د دوبۍ سانت پاول کليساانځور: Getty Images/AFP

په آماراتو کې له ټولې نړۍ انسانان اوسي. زياتره یې هغه دي چې دلته را گډه شوي او غواړي چې د خليج په دې شتمن هېواد کې پېسې پيدا کړي څو په خپلو هېوادونو کې د خپلو کورنيو مالي ملاتړ وکړای شي. يو ټکسي وان له نايجريا، له هنده راغلي د کمپيوتر کارپوهان او د فلېپين روزونکې او پالوونکې، زياتره بې له کورنيو دلته ژوند کوي. خو يووالی هغوی په عقيده کې مومي.

د دوبۍ په سانت فرانکسس کليسا کې د هرې شنبې او يکشنې په ورځو په زرونه کاتوليکان خپل عبادات کوي. راېنهولد ساهنر ده او د ده ټولنې ته پر ورکړل شوې آزادۍ ډېر خوښ دی ـ خو پوهيږي چې دا آزادي سرحد لري. نوموړی وايي: «واضح ده چې مقررات داسې دي چې موږ خپلې مذهبي غونډې او د دعا مراسم يوازې په خپلو يا معلومو ناحيو او سالونونو کې ترسره کوو.» هغه زياتوي د مثال په توگه «موږ اجازه نه لرو، د واده مراسم پر ساحل ترسره کړو او يا په صحرا کې، سړی بايد له دې څخه ډډه وکړي.»

راېهولد ساهنر زياتوي څوک چې مقررات نه مراعتوي په متحده عربي آمارتو کې زياتره وخت له ډېرو سختو سزاوو سره مخامخ کيږي. نوموړی وايي: «کله چې له مذهب څخه د سياست له پاره ناوړه گټه پورته کړل شي –  په دې هېواد کې یې هغه وخت په مقابل کې زغم ختميږي.»

د دوبۍ د يوې عصرې سيمې په يوه بنگله کې څه نه څه ۴۰ ښځې او نارينه چې سپينې اوږدې جامې یې اغوستي دي، پر گونډو ناست دي. دوی خپل سرونه له موسيقۍ سره ښوروي. د دوی زياتره هندوان دي او ځيني پکښې له بريتانيان څخه. دوی په اوونۍ کې يو وار دلته سره راټوليږي او د يوه واعظ خبرو ته غوږ نيسي. دا چې دوی دلته خپل مذهبي مراسمو ترسره کولی شي، د دوی له پاره يوه ډالۍ ښکاري. ميگيش شريگوها وايي چې هغه هم د دوبۍ په څېر يوه ښار کې چېرته چې دومره ډېر انسانان په گډه ژوند کوي. هغه وايي: «موږ ټول انسانان يوو. خو څه مو چې سره جلا کوي هغه عقيده ده. زما دين ما ته راښيې چې زه څرنگه برخورد وکړم. په ټولنه کې څرنگه حرکت وکړم. له چارچاپيره خلکو سره څه ډول خبرې وکړم او څرنگه نورو ته احترام ولرم. زما عقيده زما هويت دی.»