1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په لوګر کې د سړک د غاړې بم دوه سیمه ایز چارواکي وژلي

۱۳۹۷ آبان ۲۷, یکشنبه

د افغان چارواکو په حواله د افغانستان په ختیځ ولایت لوګر کې د سړک په غاړه کې ځای پر ځای شوي بم دوه تنه سیمه ایز چارواکي وژلي دي.

https://p.dw.com/p/38RpR
Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د لوګر د پولیسو د مشر ویاند شاپور احمدزي ویلي دي چې د شنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۱۷) د لوګر د برکي برک ولسوالۍ مرستیال او د دغې ولسوالۍ د ملي امنیت ادارې مشر هغه مهال د سړک په غاړه د یو ځای پر ځای شوي بم د چاودنې په پایله کې ووژل شول چې د خپل کاري دفتر پر لور روان ول.

د حکومت وسله وال مخالفين نږدې هره ورځ د خپلو بریدونو په ترڅ کې افغان امنیتي ځواکونه او دولتي چارواکي په نښه کوي او ترڅنګ یې د سړک د غاړې بمي بریدونه کوي چې ډیري وختونه ملکي وګړې په کې وژل کیږي.

طالبانو په روان کال کې د دې هیواد نږدې نیمایي برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده.