1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په لبنان کي ۲۰۰زره مېرمني د خدمې په ډول کار کوي

۱۳۸۹ آذر ۲, سه‌شنبه

د دغو مېرمنو ډيری له ايتوپيا، نيپال، سريلانکا او فليپين څخه دي تر څو خپلو کورنيو ته چي په خپلو ټاټوبو کي يي اوسي، پيسي پيدا کړي.

https://p.dw.com/p/QGHe
انځور: AP

دوی د پرديو په څير پرته له دي چي په ژبه پوه سي او پيسي ولري د ناپيژندل سوو مرکزونو لخوا، راتلونکو کارورکوونکو ته ورپيژندل کيږي.

وهل او ډبول، د معاش نه ورکول، جنسي تيري، د کور په څلورو ديوالونو کي بندول او داسي نور مثالونه، هغه ناخوالي دي چي لبنان ته له نورو هيوادونو څخه راغلي او د خدمو په حيث کارکوونکي مېرمني يي زغمي.

په بيروت کي د «کډوالو مرکز» د مارتين ميک ديرموت لخوا پر مخ بيول کيږي. په دغه مرکز کي له هغو مېرمنو سره مرسته کيږي چي لبنان ته د مېلمه کارګرانو په توګه راغلي او له هغو کورنيو سره چي دوی ورسره کار کوي، ستونزي لري.

په 2008 کال کي د بشري حقونو ساتونکي نړيوالي ټولني، په لبنان کي د 200 زره کارګرو نجونو او مېرمنو په باب يو څېړنيز رپوټ خپور کړ. د دغه رپوټ پر بنسټ، هره اونۍ له دغو خدمو څخه يوه مري. دغه مړيني اکثراً له لوړو ودانيو څخه د لويدو له امله دي.

کشيش مارتين ميکديرموت وايي:« له کار ورکوونکو سره د آسيا او افريقا نه د راغلو مېرمنو تړاو ډيردی او په سيستم پوري اړه لري. په دي مانا چي دغه مېرمني يوازي هغه وخت لبنان ته د سفر اجازه لري چي کوم کار ورکوونکي يي ضمانت وکړي.

هغه وايي « د کار ورکوونکي يعني د کور د خاوند نوم د کار ګر په پاسپورټ يا ويزه کي ليکل سوی دی او خدمه ددغه پاسپورت پرته نشي کولای له لبنان څخه ووزي او يا خپل کار ورکوونکی بدل کړي.»

نوموړی وايي، د دي کار لپاره بايد د لبنان د دولتي امنيت اجازه لاسته راوړي. ددې پاسپورټ د کار ورکوونکي سره قيد دی او ډيری وخت د کوره د وتلو اجازه نه لري.

د لبنان حکومت په دې اړه يو لړ اقدامونه کړی دي خو تر اوسه دا پوښتنه سته چي آيا کار ورکوونکي حاضر دي هغه ومني او له خدمي سره ټاکل شوی تړون لاسليک کړي که نه.

مد ني ټولنه اوس هڅه کوي چي د هغو خدمو په وړاندي توپير له منځه يوسي چي له بهر نه لبنان ته ځي. خو دا تر ټولو مخکي د لبنان د دولت دنده ده.

مګدلينه/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی: نجيب الله زيارمل