1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په قطر کې بین الافغاني دوه ورځنۍ غونډه پېل شوه

۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبه

د طالبانو د استازو او د افغانستان له بېلابېلو قشرونو څخه د جوړ شوي پلاوي ترمنځ بین الافغاني غونډه د قطر په پلازمینه دوحه کې پېل شوه. دغه دوه ورځنۍ غونډه د آلمان او قطر په ګډ کوربتوب جوړه شوې ده.

https://p.dw.com/p/3LhvF
Katar Doha Afghanistan Friedensgespräche (picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko)
انځور: picture alliance/AP Photo

نن د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې په ۷مه نیټه) د آلمان او قطر په ګډ کوربتوب د قطر په پلازمینه دوحه کې پخواني دښمنان د سولې د راوستو او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو له پاره سره جرګه شوي دي.

د دوحې په هغه هوټل کې چې روانه ناسته پکې ترسره کیږي، شدید امنیتي تدابیر نیول شوي او ګډونوال اړ دي چې خپل ګرځنده تلیفونونه چارواکو ته وسپاري. د افغانستان او پاکستان له پاره د آلمان ځانګړي استازي مارکوس پوتڅل د غونډې د پیل پرمهال په خپلو څرګندونو کې وویل: «نن د دغه میز ترشا د افغانستان له بېلابېلو اقشارو څخه مطرح څیرې راټولې شوي دي.» پوتڅل په خپله وینا کې ګډونوالو ته همدا راز وویل چې له تاسې څخه هر یو به یو بې سابقه فرصت او بې سابقه مسوولیت ولرئ څو خونړی تقابل په یوه سوله ایز بحث بدل کړئ.

Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban
انځور له آرشیف څخه اخیستل شوی دی.انځور: picture-alliance/AP Photo/Qatar Ministry of Foreign Affairs

د آلمان د ځانګړي استازي سربیره له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي مطلق القحطاني بیا د دې بین الافغاني غونډې په هکله خپله خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «موږ ډیر خوښ یو چې خپل ټول افغان وروڼه او خویندې وینو چې دلته په دوحه کې سره ملاقات کوي.» د قطر دغه چارواکي له رسنیو سره په خبرو وویل چې موږ د افغانستان د راتلونکې له پاره د لارې د یوې نقشې غوښتونکي یو.»

دا په داسې حال کې ده چې دغه بین الافغاني غونډه له امریکايي لوري سره د طالبانو تر شپږ ورځنيو خبرو وروسته ترسره کیږي. ټاکل شوې چې تر دغه دوه ورځنۍ ناستې وروسته به یو ځل بیا طالب استازي او امریکايي چارواکي خپلو خبرو ته ادامه ورکړي. د امریکا او طالبانو د شپږ ورځنیو خبرو په هکله د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خوښي څرګنده کړې. نوموړي د فرانسې خبرې آژانس ته وویل: «اساساً  له پیل راهیسې موږ پر څلورو مواردو بحث او خبرې کوو او هغه ترهګري، [له افغانستان څخه] د بهرنیو ځواکونو وتل، د افغانانو ترمنځ خبرې او بحث او همدا راز اوربند دی.»  خلیلزاد زیاته کړه: « د لومړي ځل له پاره زه ویلی شم چې موږ پر ټولو څلورو مواردو کې رغنده بحثونه، خبرې او پرمختګ لرلی دی.»

USA Zalmay Khalilzad in Washington
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. Martin

په دوحه کې له طالبانو سره د افغان سیاسي څیرو دغه غونډه داسې مهال پیلیږي چې همدا نن سهار غزني ولایت د طالبانو د یوه خونړي برید شاهد وو. افغان چارواکو ويلي چې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د جولايي ۷ مې) د سهار د گڼې گوڼې پر مهال په غزني کې د ملي امنيت يوې حوزې ته څېرمه موټر بم بريد شوی دی. زياته شوې ده چې په بريد کې د ملي امنيت د ځواکونو په ګډون ۱۲ تنه وژل شوي او د ماشومانو او زده کوونکو په ګډون له ۱۵۰ کسانو ډیر بیا ټپیان دي.

kh/bs (afp)