1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په قطر کي له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوو»

نجيب الله زيارمل (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۵, چهارشنبه

افغان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا متحده ايالاتو جمهور رئيس بارک اوباما په قطر کي له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي. سپيني ماڼۍ ويلي دي چي دواړو مشرانو د سه شنبې په ورځ له يوه بل سره ويديويي کنفرانس په ترڅ کي خبري کړي دي.

https://p.dw.com/p/18wdy
Guests arrive for the opening ceremony of the new Taliban political office in Doha, Qatar on June 18, 2013. The office is intended to open dialogue with the international community and Afghan groups for a 'peaceful solution' in Afghanistan office spokesman Mohammed Naim told reporters. AFP PHOTO / FAISAL AL-TIMIMI (Photo credit should read FAISAL AL-TIMIMI/AFP/Getty Images)
Katar Büro der Taliban in Dohaانځور: AFP/Getty Images

په يوه ويديويي تماس کي دواړو مشرانو «يو وار بيا پر دې باندي ټينگار کړی دئ، چي سوله او د افغانانو په مشرۍ د سولي بهير په افغانستان او سيمه کي د زور زياتي د پای ته رسولو او ثبات ټينگولو له پاره تر ټولو مطمئنه لاره ده».

سپيني ماڼۍ ويلي دي، هغوی په دې هدف چي د طالبانو او افغانستان د سولي د عالي شورا ترمنځ د خبرو بهير پيل سي په دوحه کي د طالبانو د دفتر د پرانيستلو پر ملاتړ باندي ټينگار کړی دئ.

داسي ښکاري چي اوباما دي کرزی بيرته د سولي د بهير په برخه کي تلاښونو ته هڅولی وي. کرزي په دوحه کي د طالبانو د دفتر تر پرانيستلو وروسته ويلي ول چي «بهرني قدرتونه» د دغه دفتر د پرانيستلو ترشا دي او تر هغه وخته چي دغه پروسه افغاني سوې نه وي گډون به پکښې ونه کړي.

طالبانو د تيري اوونۍ د سه شنبې په ورځ په قطر کي خپل دفتر پرانيست. د دفتر د پرانيستلو پر مهال د طالبانو د وخت سپين بيرغ او د دفتر پر مخ باندي د «افغانستان د اسلامي امارت» لوحې افغان ولسمشر حامد کرزی په غوسه کړ.

تر دې وروسته ولسمشر کرزي سمدلاسه له امريکا متحده ايالاتو سره د امنيتي تړون پرسر خبري وځنډولې او په قطر کي ئې له طالبانو سره خبري تحريم کړې.

د افغانستان او پاکستان له پاره د امریکا متحده ايالاتو ځانگړی استازی جيمز دوبينز د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېد تر څو د طالبانو د دفتر په اړه راپيدا سوی جنجال يو څه آرام کړي.

افغان حکومت ويلي ول، چي په قطر کي د طالبانو دفتر بايد يوازي له افغان حکومت سره د خبرو له پاره وکارول سي. د افغان حکومت د دغه اعتراض په پايله کي په قطر کي د طالبانو له دفتره سپين بيرغ او لوحه ليري سول.

سپيني ماڼۍ ويلي دي، چي دواړو ولسمشرانو د امنيتي تړون په اړه هم خبري کړي دي خو دا ئې نه دي ويلي چي دغه خبري اتري به بيرته څه وخت پيل سي.

جيمز دوبينز د سه شنبې په ورځ له کابله اسلام آباد ته سفر وکړ، چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو له پاره د دغه هيواد د لومړی وزير نواز شريف سره وږغيږي. له طالبانو سره د سولي د خبرو له پاره د پاکستان رول ډير مهم بلل سوی او ويل کيږي چي طالبانو ډير وخت په پاکستان کي پناځايونه درلودل.

د پاکستان د لومړی وزير د دفتر په حواله نواز شريف دوبينز ته ويلي دي چي د پاکستان له پاره «تر ټولو مهمه خبره» په افغانستان کي د سولي راتلل دي.