1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په فراه کي پر موټر چاودني ۳۴ کسان وژلي دي

۱۳۹۸ مرداد ۹, چهارشنبه

د فراه چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي پر يوه سرویس موټر د چاودني په پيښه کي ۳۴ کسان وژل سوي او ۱۷ نور ټپيان سوي دي. په وژل سوو کي ښځي او کوچنيان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3N2xt
Anschlag in Afghanistan Nähe der Bagram Air Base
انځور: picture-alliance/AP Photo/Rahmat Gul

د فراه د والي وياند رسنيو ته ويلي دي چي دغه پيښه د چهارشنبې په ورځ د دغه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کي هغه مهال رامنځ ته سوه چي له هراته کندهار ته روان د مسافرو موټر د سړک د غاړي پر يوه ماين وخوت.

چارواکو ويلي دي چي ځيني ټپيان د فراه او ځيني د هرات روغتونونو ته انتقال سوي دي. ويل سوي دي چي د قربانيانو شمېر کيدای سي چي نور هم لوړ سي.

په افغانستان کي دغه شان په کور کي جوړ سوي بمونه اکثره وخت د وسله والو طالبانو له خوا کارول کيږي چي موخه يې د افغان امنيتي ځواکونو پر پوځي کتارونو برید یا مخنيوی وي.

د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخي په افغانستان کي د دغه شان چاودنو د قربانيانو شمېر نور هم زيات سوی دی.

د سه شنبې په ورځ په افغانستان کي د ملگرو ملتونو د سياسي دفتر يوناما د يوه خپاره سوي رپوټ له مخي يوازي د روان ميلادي کال په تيرو شپږو مياشتو کي ۱۴۰۰ ملکيان وژل سوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان سوي دي.

په دغه هيواد کي هره ورځ په وسله والو جگړو کي په لسونو امنيتي ځواکونه او وسله وال طالبان وژل کيږي.

د روان کال له پيل راهيسي په افغانستان کي ۲۰۰زره کسان د جگړو له وجي په هیواد کي دننه بې ځايه سوي دي.

(N.Z/S.R(Reuters,dpa