1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فراه کي نجوني له زده کړو بې برخي دي

۱۳۹۱ مهر ۲۰, پنجشنبه

د فراه ولایت چارواکي د دغه ولايت په يو شمېر ولسواليو کي د نجونو د ښوونځيو له نه شتون څخه سر ټکوي او وايي، چي د دغه ولايت په ډيرو سیمو کي خو له سره ښوونځي نشته.

https://p.dw.com/p/16Nn1
انځور: DW

د فراه ولایت د ښځو چارو رئیسه لیلما صدیقي په دغه ولايت کي د ښځو روزني ته اندیښمنه ده، او وايي، چي نزدې په ټول ولايت کي ئې اوس د ښځینه زده کوونکو پر مخ د ښونځيو دروازې تړلي سوي دي:

«په ډیرو ولسوالیو کې خو له سره ښوونځي نشته د نجونو مکتب خو له اصله نلرو. پنځه کاله وړاندي موږ په هره ولسوالۍ کي مکتبونه لرل. مګر له بده مرغه اوس تړل شوي دي»

د فراه ولايت يوه اوسېدونکې ۱۳کلنه سیما، یوه له هغو زده کوونکو څخه ده چي په دا وروستیو کي ئې د هغه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کي د وسله والو د تهدید او د دې په خبره د کلیوالو د ناوړه دود په وجه د زده کړو پر مخ بیول ورته ستونزمن شول، او اوس د زده کړو له پاره هرات ولايت ته گډه سوې ده.

سلما وايي په سیمه کي ئې ګڼه نوري همزولي او ټولګیوالي د مکتب د نه شتون په وجه له زده کړو محرومي دي.

د فراه ولايت د ښووني او روزني رئیس عتیق الله خان، د ښځو په وړاندي د ښوونځيو د نه شتون ستونزه تائید وي. خو وايي چي دا په دې معني نه ده چي ګواکې په ټول ولایت کې به ئې نجوني مکتب ته نه ځي:

«د پرچمن، لاش جوین، پشت کو، او شب کو، په ولسوالیو کي د ښځینه ښوونځيو وضعیت ښه دئ. خو په بالابلوک، پشت رود او خاک سفید کي څه ستونزي موجودي وې، چي له اولسي مشرانو سره په مشوره مو په دې وروستیو کي درې ښوونځي بیرته پرانيستل او د پاته نورو د خلاصون هڅي هم جریان لري.»

د افغانستان د اساسي او مدني قوانیو پر اساس پرته له تبعيضه پر ټولو وگړو له اول څخه بیا تر ۱۲ ټولګی زده کړي لازمي دي، لومړنۍ او لوړي زده کړې ئې وړیا او لګښت ئې د حکومت پر غاړه دئ.

د ښځو د زده کړي ستونزه یوازي په فراه پوري نده محدود، بلکي د هیواد په کچه ډير شکایتونه شته. په ځینو ولایاتونو کي مخامخ دا تهدیدونه شته او په ځینو کي بیا په غیر مستقیم ډول د نجونو په وړاندي د ښووني د مخنیوي هځي کیږي.

خو له دغو تهدیدونو سره سره، د افغانستان د معارف وزارت مامورین د نارینه او ښځینه ماشومانو زده کړو ته له توپير پرته ژمن دي.

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل