1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې يوه افغانه مهاجره له اجباري اخراج سره مخامخ ده

۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبه

يوه ځوانه افغانه چې د اجباري واده له امله له افغانستانه فرانسې ته تښتيدلې او اوس په توقيف کې ده، د اروپايي اتحاديې او افغانستان د توافقاتو خلاف، افغانستان ته اخراجيږي. دا لومړی ځل دی چې فرانسه يوه افغانه ميرمن اخراجوي.

https://p.dw.com/p/3WPFu
Symbolbild - Abschiebung
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د افغانستان د مهاجرو او بيرته ستنيدونکو د چارو وزارت، د دويچه ويله همکاري رسنۍ، مهاجر نيوز ته ويلي دي چې د فريحه په نوم دغه ځوانه افغانه مهاجره، اوس مهال د پاريس ښار په شمالي څنډه د «منيل املو» په توقيف خانه کې اوسيږي او د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري ۲۰مه) به افغانستان ته اخراج شي.

د پلان له مخې، په پام کې ده چې فريحه به د دوشنبې ورځ ترغرمې وروسته، هوايي ډګر ته وليږدول شي چې د ليږد پر وخت به د پوليسو يوه ډله هم له هغې سره مل وي. د پاريس ښار په څنډه کې د پوليسو ادارې (پرفکتور سين سن دوني)، په دې اړه د مهاجر نيوز پوښتنو ته ځوابونه نه دي ورکړي.

د سيماد په نوم سازمان چې د منيل املو په اداري توقيف خانه کې فعاليت کوي وويل چې فريحه په فرانسوي ژبه خبرې نه شي کولای او په فرانسه کې يې د پناه غوښتنې درخواست هم نه دی کړی، ځکه هغې غوښتل په آلمان کې خپل خاوند ته ورشي.

دغه ځوانه افغان ميرمن د افغانستان د فراه ولایت اوسيدونکې ده. هغه څو کاله مخکې د اجباري واده څخه د خلاصون په مقصد، د خپل پلار او د یوه ملګري سره د افغانستان څخه ايران ته مهاجره شوې وه.

هغې د جمعې په ورځ په ياده توقيف خانه کې د سيماد سازمان يوه کارکونکي ته وويل چې په ايران کې يې له دغه کس سره واده وکړ چې تر واده وروسته يې خاوند آلمان ته راغی. د هغې په وينا ميړه يې اوس په آلمان کې اوسيږي او منل شوی دی.

Frankreich, Paris, Migranten leben in Kälte und Schnee
په پاريس ښار يوه څنډه کې د مهاجرو خيمېانځور: Getty Images/J.Saget

د فريحې په وينا، تر واده څه موده وروسته هغې هم له ايران څخه د اروپا پر لور سفر پيل کړ، چې تر ترکيې او يونان وروسته يې په جعلي پاسپورت ځان فرانسې ته ورساوه. هغې ويلي، غوښتل يې چې ځان په آلمان کې خپل ميړه ته ورسوي چې د فرانسې پوليسو ونيوله او د جنوري په ۸مه نيټه يې دغې توقيف خانې ته راوستله. 

د فريحې اخراج، افغانستان يو له نادرو اخراجونو څخه شميرل کيږي. د توقيفخانې مشر داويد روهي، سيماد سازمان ته ويلي دي: «تر کومه ځايه چې موږ پوهيږو، دا لومړی ځل دی چې فرانسه يوه بې سرپرسته ښځه افغانستان ته اخراجوي.»

د بشر حقونو او د مهاجرو ملاتړ کونکو سازمانانو افغانستان ته د دغې افغان ميرمن اجباري اخراج، د افغانستان او اروپايي اتحاديې تر منځ د شوو توافقاتو خلاف کار بولي. دغه توافقات د زيانمنونکو افرادو او بې سرپرسته ماشومانو او ښځو د اخراج پر ممنوعيت ټينګار کوي. د سيماد سازمان په وينا، دا لومړی ځل دی چې يوه افغانه مهاجره له فرانسې څخه اخراجيږي.

همدا ډول د اروپا د بشر حقونو کنوانيسيون مطابق هم، کله چې د يوه کس حقونه په جدي توګه نقض شي د هغه اخراج ممنوع ګرځول کيږي. داويد روهي زياتوي: «د فريحې د اخراج په قضيه کې مونږ د فرانسوي چارواکو له خوا، د افغانستان او اروپايي اتحاديې د توافقاتو په برخه کې په ښکاره نقض کې قرار لرو.» هغه ټينګار کړی دی چې فريحه يوه بې سرپرسته او په عين حال کې يوه ځوانه ميرمن ده چې کابل ته د اخراج په صورت کې د جدي ګواښ سره مخ کيدای شي.

د افغانستان د مهاجرو او بيرته ستنيدونکو د چارو وزارت يوې سرچينې ويلي دي: «د دغې ښځې اخراج به ونه منل شي»، ځکه په افغاني ټولنه کې يوه ځوانه ميرمن د خطر په معرض کې واقع کيږي.

 سيماد سازمان ويلي دي چې فريحه وايي نه غواړي افغانستان ته اخراج  شي. هغې د وروستۍ هڅې په توګه د جمعې په ورځ (د جنوري ۱۷مه) په فرانسه کې د پناه عاجله غوښتنه کړې ده. د سيماد په خبره کيدای شي د هغې دغه اقدام ظاهرا د هغې اخراج، له دوشنبې ورځې څخه شاته وغورځوي.

په دغه رپوټ کې فريحه د دغې افغانې ميرمنې مستعار نوم دی.