1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې د ښځو د جنسي ځورونو پيښې

۱۳۹۷ مرداد ۱۲, جمعه

د فرانسې تر نیمایي زیاتې ښځي وایي چې پر لارو او کوڅو کې جنسي ځورونه د دوی لویه ستونزه ده. په دې ورځو کې په فرانسه کې د یوې ځوانې محصلې د جنسي ځورونې پيښې تاوده بحثونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/32aiT
Frankreich Marie Laguerre
ماري لاګورې، چې په پاریس کې د یوې قهوه خانې مخې ته پرې ګوزار شویانځور: picture-alliance/AP Photo/N. Garriga

ماري لاګورې ۲۲ کلنه محصله ده. هغه د پاریس په شمال ختیځ کې له خپل کور څخه کار ته روانه وه. هغه بیخي له هغه سړي په تنګه شوې وه چې تعقیبوله یي. ماري هغه ته وښودله چې څه ډول احساس کوي، او کله چې د یوې قهوه خانې له مخې تیریده دغه کس پرې د سګریټ دانۍ ګوزار وکړ. خو دغه سړی تر دغه ځایه تم نه شو. ماري یوه فرانسوي تلویزون ته خپله کیسه داسې بیان کړې:

«یوه سړي په تحقیرونکي غږونو پیل وکړ او شپیلقونه یې وهل. زه تل له دې نفرت لرم چې یو څوک د سړک پر سر ماته بدې خبري کوي. ما هغه ته وویل چې چپ شه. هغه چې کله زما لوري ته راته زه پر دې پوهیدلم چې هغه پر ما وار کوي. دا ډیر له تشدده ډک وو.»

د دغې حملې صحنه د یوې قهوه خانې په څارونکي کمره کې ثبت شوه. تر ګوزار وروسته ماري نزدې وه چې د قهوه خانې پر کټاره باندي ولوېږي، په قهوه خانه کې مشتریانو راودنګل او یوه کس څوکۍ ته لاس کړ څو د ماري دفاع وکړي. خو حمله کوونکی ولاړ. ماري د دغې کمرې فلم واخیست څو په پولیسو کې شکایت درج کړي، او په ټولنیزو رسنیو کې يي خپله کیسه شریکه کړه، چې ډیره ژر خپره شوه.

ماري زیاتوي: «هره ښځه د ځورونې یوه کیسه لري او دلته موږ د هغې شدت وینو. زه بختوره یم چې دغه ویډیو لرم او زه د هغې په هکله خبرې کولی شم، خو دا هم ډیره خواشینونکي ده چې ټولو هغو ښځو چې شکایت کړی، کوم څه ته بدلون و رنه کړ. دا کار تر هغه وخته نه وو شوی...چې په سر ووهل شوم.»

د فرانسې حکومت هیله من دی چې د جېندر یا جنسیتي برابروالي نوی قانون چې پارلمان د روان میلادي کال په پیل کې تصویب کړ، د خراب چلن او تشدد په له منځه وړولو کې مرسته وکړي.

د فرانسې له یوه تلویزون سره په مرکه کې د ښځو او نارینه وو تر منځ د برابروالي د چارو رئیسې مارلینه شیاپا وایي چې د جنسیت برابروالی د ولسمشر ماکرون د ولسمشرۍ لوی شعار دی.

د شیاپا په خبره د لارو پر سر ځورونه د مکرون د ولسمشریز کمپاین په ترڅ کې د جنسیتي تګلارې په لومړیتوبونو کې راځي. د نوي قانون له مخې سرغړونکی لږ تر لږه له ۹۰ یورو څخه تر ۱۰۰۰ یورو پورې جریمه کیدای شي او په ټولنیزو کورسونو کې باید ګډون وکړي.

د شیاپا په خبره لس زره پولیس د ګزمې له پاره وروزل شي، او لومړنۍ جریمې به په سږني مني کې ورکړل شي. کاترین ډاون، ۳۲ کلنه امریکایي ده چې له تیرو شپږو کلونو راهیسې په پاریس کې ژوند کوي او وایي چې زیاتره مهال په لارو کوڅو کې ځورول کیږي.

هغه زیاتوي:«زه په پاریس کې تر امريکا متحدو ایالاتو ډیره ځورول شوی یم.» هغه وایي فکر نه کوي چې نوی قانون به ډیر اغیزمن وي.

هغې وويل: «ما زیاتره وخت لیدلي چې کله د بیلګې په توګه له خپل کوره څو بلاکه وړاندې پر ما حمله شوې، پولیسو ډیر څه نه دي کړي. ما ته دا روښانه شوه چې هغوی نه غواړي په کاغذي کارونو کې ښکیل شي. زه د پولیسو مرکز ته ولاړم چې خپل شکایت درج کړم، خو هغوی زه دننه پرې نه ښودم. دا پنځه بجې او ۱۵ دقیقي او ویل یې چې دوی تر شپږو بجوکار کوي. زه د خپل شکایت د درجولو په هکله ډیره بې جرأته شوم. زه په دې هکله ډیر شک لرم چې هغوی به پر لارو کوڅو ډیر کسان جریمه کړي.»

د فرانسې حکومت په پام کې لري چې په سپتمبر میاشت کې د دې له پاره یو کمپاین پیل کړي، څو خلک د ځورونو پيښو رپوټ کولو ته وهڅوي. ډاون زیاتوی که چیرې نوی قانون او کمپاین سملاسي اغیز و نه لري، لږ تر لږه خلک به په دې هکله ډیرې خبري وکړي.

شیاپا زیاتوي د لارو کوڅو پر سر د ځورونې د کلتور د بدلولو له پاره به پر جریمو او تبلیغاتي کمپاین سربیره نور اقدامات هم وشي.

زموږ له آرشیف څخه: