1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په فرانسه کې په چړې سمبال افغان مهاجر مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۸ شهریور ۱۰, یکشنبه

د فرانسې په لیون ښار کې د یوه افغان پناه غوښتونکي له لوري د یوه ۱۹ کلن ځوان وژلو او د ګڼ شمیر نورو کسانو ټپي کولو په دې هیواد کې د ښي اړخو احساسات راپارولي دي. تر پیښې وروسته، پولیسو دغه ۳۳ کلن افغان نیولی دی.

https://p.dw.com/p/3Opy7
Frankreich Medien: Ein Toter und mehrere Verletzte bei Messerattacke bei Lyon
انځور: AFP/P. Mesmazes

د شنبې په ورځ (د اګست میاشتې په ۳۰مه نیټه) د فرانسې په لیون ښار کې یوه ۳۳ کلن افغان پناه غوښتونکي په چړې سره یو ۱۹ کلن ځوان وژلی او د چارواکو په خبره اته تنه نور یې ټپیان کړي دي. تر دغې پیښې وروسته، په فرانسه کې د ښي اړخو  له لوري د مهاجرت ضد احساسات راپاریدلي دي. دغه ۳۳ کلن افغان مهاجر د ځايي خلکو له لوري تر محاصره کیدو وروسته پولیسو نیولی دی.

د فرانسې چارواکي تر اوسه پورې د چړې دغه برید ترهګریز برید نه بلکې د یوې جنايي پیښې په توګه پلټي. د رپوټونو په حواله بریدګر په نشيي توکو روږدی هم وو.

Frankreich Medien: Ein Toter und mehrere Verletzte bei Messerattacke bei Lyon
انځور: picture-alliance/dpa/MAXPPP

په فرانسه کې د ښي اړخو وتلې څیرې او د فرانسې د تیرو ولسمشریزو ټاکنو نوماندې مارین لوپین د انتقاد کوونکو مخکښه ده او په فرانسه کې یې د مهاجرت د سیاست غیر جدي بللی چې په خبره یې دغه راز سیاستونه د فرانسې د خلکو د امنیت له پاره یو جدي خطر دی.

د فرانسې د سوسیالیست له ګوند څخه د ویلوربانه ښاروال ژان پاول بریټ، بیا پر مارین لوپین او نورو ښي اړخو کسانو له دغه راز موضوعاتو څخه د ناوړه سیاسي استفادې تور پورې کړی دی.

نوموړي له یوې فرانسوي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د افغانستان په څیر له جګړه ځپلو سیمو څخه تیښتیدونکو کسانو ته په فرانسه کې د پناه ورکول، د فرانسې یوه نړیواله وظیفه ده.

د شنبې په ورځ په چړې سمبال دغه افغان پناه غوښتونکي، د فرانسې په شمال شرقي لیون ښار کې د بسونو په یوه تم ځای کې پر خلکو برید وکړ. تر دې پیښې وروسته د دې ښار د ترانسپورت د شبکې کارمندان او ځايي خلک په دې وتوانیدل چې د هغه د برید مخه ونیسي او هغه په یوه کونج کې محاصره کړي.

Paris U-Bahn Frankreich Metro Menschen
انځور: picture-alliance/dpa/E. Ruiz

د یکشنبې په ورځ له یادې سیمې څخه ۱۷ کلنې صوفیانې د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې په پیښه کې وژل شوی کس هغه لومړی کس وو چې له چړې لرونکي کس سره یې د استدلال هڅه وکړه. صوفیانه تشریح کوي چې بریدګر هغه په چړې وواهه او کله چې هغه پر ځمکه ولوید هغه پر نورو برید پیل کړ.

دا په داسې حال کې ده چې فرانسه د ۲۰۱۵م کال راهیسې د اسلامي انګیزې لرونکو له یو شمیر بریدونو کړیږي چې په پایله کې سلګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

AFP /KH-NS