1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارياب کي ۶ تنه افغان مرستندويان وژل سوي

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۶, چهارشنبه

په فارياب کي د يوې فرانسوۍ مرستندويه ټولني ۶ تنه افغان کارکوونکي وژل سوي دي. د ځايي پوليسو په خبره دغه کسان د آلمار ولسوالۍ پر لاره وژل سوي دي. د پيښي پړه تر اوسه پوري چا پرغاړه نه ده اخيستي.

https://p.dw.com/p/1APNf
انځور: DW

د فارياب ولايت وياند احمد جاويد بيدار د چهارشنبې په روځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر ۲۷) رسنيو ته ويلي دي چي د «اکتيد» فرانسوۍ خيريه ټولني اووه تنه افغان کار کوونکي د دغه ولايت له مرکز ميمنې څخه د آلمار ولسوالۍ ته پر لاري له موټر څخه راکښته کړل سوي او ويشتل سوي دي.

هغه ويلي دي چي د دغو کسانو موټر په «پښتون کوټ» سيمه کي د طالبانو له خوا درول سوی دی او له موټره تر راکښته کولو وروسته يې هغوی په مرميو ويشتلي دي. هغه زياته کړې ده چي په دغه پيښه کي د دغي ټولني اووم افغان کارکوونکی ټپي سوی دی.

د فرياب ولايت د پوليسو مشر نبي جان ملاخېل ويلي دي چي د دغو کارکوونکو موټر د وسله والو طالبانو له خوا تعقيب سوی او د دغه ولايت د پښتون کوټ سیمي ته په رسېدو سره درول سوی او خلک يې وژل سوي دي.

د پيښي پړه تراوسه پوري چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو د دغه شان اکثرو پيښو مسووليت په افغانستان کي وسله وال طالبان پرغاړه اخلي. طالبانو څو مياشتي مخکي اعلان وکړ چي د دوی تر بريدونو لاندي به هغه کسان هم راځي چي له بهرنيانو سره کار کوي.

د «اکتيد» خيريه ټولني له فرانسې څخه په خپله وينا پاڼه کي دغه عمل غندلی دی او د وژل سوو کسانو شمېر يې شپږ تنه ياد کړی دی. په لومړی سر کي داسي ويل کېده چي په دغه پيښه کي په موټر کي اووه سره سپاره کسان وژل سوي دي خو وروسته بيا روښانه سوه چي يو تن ټپي سوی دی.

دغي ټولني په وينا پاڼه کي ويلي دي: «موږ د خپلو همکارانو د وژني د خبر په اورېدو سره ډېر خوابدي سوي يو. دغه کارکوونکي په داسي حال کي وژل سوی دي چي د افغانستان په شمال کي يې د پراختيايي مرستو ملاتړ کاوه.» په وينا پاڼه کي د قربانيانو له کورنيو او دوستانو سره غمشريکي ښوول سوې ده.

اکتيد يوه غير دولتي خيريه ټولنه ده چي په ۱۹۹۳ کي يې بنسټ ايښوول سوی دی او اوس په افغانستان او نورو هيوادونو کي مرستندويه پروژې ترسره کوي.

د دغي ټولني په ويب پاڼه کي راغلي دي چي دوی تر اوسه پوري په افغانستان کي ۳۴ پروژې پلي کړي او تير کال يې په دغه هيواد کي د بهرنيانو په ګډون ۸۶۴ تنه محلي کارکوونکي لرل.