په غور کې ماین چاودنې د یوې کورنۍ اوه ماشومان وژلي
۱۳۹۸ تیر ۱۶, یکشنبهد غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي دویچه ویله ته په یوه مرکه کې وویل چې د شنبې ورځې په ماښام د دې ولایت په دولت یار ولسوالۍ کې د طالبانو په لاس ځای پر ځای شوی یو ماین چاودلی چې له کبله یې د یوې کورنۍ اووه ماشومان وژل شوي دي.
د غور د والي ویاند همدا راز زیاته کړه چې په پیښه کې یو بل ماشوم ټپي شوی دی. خطیبي په خپلو خبرو کې همدا شان وویل چې وژل شوي ماشومان په لوبو بوخت وو چې د ماین چاودنه پرې شوې او دا چې عمرونه یې د ۵ او ۱۵ کلونو په منځ کې دي.
خطیبي په دې هکله چې طالبانو دغه ماین کله ځای پر ځای کړی دی، وویل: «کابو درې اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو په دې سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کړل او طالبانو د امنيتي ځواکونو د لا ډیر پرمختګ د مخنیوي په موخه پر سړکونو ماینونه خښ کړل.»
د والي ویاند وویل چې له دې کبله چې د غور دولت یار ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده نو له همدې کبله سیمه ایز حکومت له ماینونو څخه د یادې سیمې د پاکوالي امکانات په لاس کې نه لري. له بل پلوه هغه نړیوال خیریه سازمانانو چې د ماین پاکۍ په برخه کې کار کوي، په غور ولایت کې فعالیت نه لري.
د دې ټولو سربیره، په افغانستان کې په دې وروستیو کې دا دریمه امنیتي پیښه ده چې په پایله کې یې ماشومان ټپي او یا وژل کیږي.
kh/bs (SE)