1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي له ځانه دفاع، که جنگي جنايت؟

دويچه ويله/ اڅکزی۱۳۹۳ مرداد ۳, جمعه

پر غزې باندي په هوايي يرغلونو کي د ښځو او کوچنيانو په گډون شاوخوا ۸۰۰ انسانان وژل سوي دي او پر اسرائيلو باندي په توغنديو کي ۳۴ تنه اسرائيليان وژل سوي دي. پوښتنه دا ده چي څه وخت جنگي جنايت بلل کيږي او څه وخت له ځانه دفاع؟

https://p.dw.com/p/1Cj03
انځور: Reuters

پر غزې باندي د اسرائيلو د جنگي الوتکو بمبار او مځکني پوځي عمليات ادامه لري. خو اوس دا پوښته ډيره مطرح کيږي ايا د اسرائيلو له خوا پر غزې باندي دغه بمباري له بشري حقونو څخه سرغړونه ده که نه. د ملگرو ملتونو د بشري حقونو شورا د دغه پوښتني ځواب په هو ورکوي.

يادي شورا د چهارشنبې په ورځ پر غزې باندي د اسرائيلو يرغلونه په سخته توگه سره وغندل. يادي شورا دغه بريدونه له بشر حقونو څخه سرغړونه بولي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دغه شورا غواړي چي د دې پلټني وکړي چي ايا اسرائيلو په غزه کي جنګي جنايتونه تر سره کړي دي که څنګه؟ د دغو پلټنو له پاره د اعلاميې پر ضد امريکا يوازنی لوېديځ هيواد وو چي رايه يې ورکړه. ټولو اروپايي هيوادونو مستنقفي رايي وکارولې.

په ملگرو ملتونو کي د اسرائيل سفير Eviatar Manor د بشري حقونو د شورا ټول تورونه رد کړل. هغه وويل چي اسرائيل د بل هر هيواد په شان له خپل ځانه د دفاع حق لري. نوموړي زياته کړه چي له هغه سره سره د اسرائيلو پوځ پوره کوښښ کوي چي د ولسي خلکو ژوند ته زيان ونه رسيږي. دغه اسرائيلي دپلومات برعکس پر حماس د جنګي جنايتونو د تر سره کولو تور ولگاوه.

خو حقيقت دا دی چي په دغه لانجه کي تر اوسه تر۸۰۰ زيات فلسطينيان او ۳۴ اسرائيليان وژل سوي دي. په داسي حال کي ده چي له اسرائيلي اړخه يوازي دوه ملکي کسان وژل سوي دي. د وژل سوو فلسطينيانو لوی اکثريت ملکيان دي. خو نړيوال قوانين د دغه لانجې په تړاو څه قضاوت کوي. د نړۍ والو قوانينو آلمانی کارپوه Hans-Joachim Heinze په دې اړه وايي:

«کله چي د يوه هيواد پر مځکه په پوځي تجهيزاتو بريد وسي، نو هغه له ځان څخه د دفاع حق لري. نو دا په بشپړه توگه معلومه خبره ده، چي اسرائيل د داسي بريدونو پر وړاندي له ځان څخه د دفاع حق لري. د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مي مادې له مخي اسرائيل مجبوره نه دی چي د ځوابي او دفاعي اقداماتو په ترځ کي مخکي له مخکي اجازه واخلي.

خو کله چي يې ځوابي اقدامات پېل کړل نو بيا يې بايد د ملګرو ملتونو د امنيت شورا راښکېله کړې وای او دغي شورا بيا تصميم نيولی چي مخ ته بايد څه وسي.»

خو د حقوقو استاد او د آلمان په فډرالي شورا بندستاگ کي د کيڼ گوند پخوانی استازی نور من پيش، دغه موضوع بل ډول ارزيابي کوي. هغه وايي:

«دغه جګړه په ښکاره توگه د غزې د ولسي خلکو پر ضد جګړه ده چي د نړيوالو قوانينو په ړنا کي يې هيڅ اجازه نسته. د ډنهاگ او ژنيو د کنوانسينونو له مخي د جګړې پر وخت د ولسي کسانو ساتنه بالکل او بې له استثنی لومړيتوب لري. په غزه کي چي په بيخي تنگ ځای کي زيات انسانان ژوند کوي، دغه شان جنگي عملونه بالکل د تر سره کولو نه دي. خو اسرائيل د حماس د توغنديو پر وړاندي له ځانه د دفاع حق لري. اسرائيل د توغنديو د دفاع يو ډېر اغېزمن سيسټم لري. زما د معلوماتو له مخي تر اوسه کوم توغندی تر تل ابيب پوري هم رسېدلی نه دی. اسرائيل په غزه کي د توغنديو د فيرولو ځايونو په نخښه کولای سي.»