په غزنې کې د طالبانو برید ۱۳ امنیتي ځواکونه وژلي
۱۳۹۷ آبان ۱۴, دوشنبهاعلان
د غزني ولایت ویاند عارف نوري، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې په دغه برید کې اووه عسکر او څلور پولیس وژل شوي دي. د هغه په خبره د دوشنبې په روځ سهار وختي په خوګیاڼي ولسوالۍ کې د اردو او پولیسو پر ګډه پوسته باندې په دغه برید کې څلور تنه ټپیان شوي هم دي.
عارف نوري، په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې په دغه درې ساعته نښته کې شپږ یاغیان وژل شوي او تر لسو زیات نور بیا ټپیان دي.
د طالبان یوه ویاند رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د عارف نوري په خبره دغه ګډه پوسته د ستراتیژیک لحاظه په یوه مهمه سیمه کې دوه ورځې تر مخه جوړه شوې وه څو د طالبانو د اکمالاتو مخه ونیسي. زیاته شوې ده چې په برید کې پوسته له منځه تللې.