1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزني کې څلور مړي موندل شوي دي

۱۳۹۴ مرداد ۲۱, چهارشنبه

په غزني کي د هغو څلورو تنو مړي موندلي شوي چي مخکي د وسله والو له خوا تښتول سوي ول. ويل کيږي چې درې يې هزاره گان او يو پښتون دی.

https://p.dw.com/p/1GDkR
انځور: DWQ.Wafa

افغان چارواکي وايي چي د هغو څلورو تنو مړي يې موندلي چې مخکي وسله والو تښتولي ول. دغه کسان په مرمیو ویشتل شوي دي.

د غزني ولایت د پولیسو مرستیال اسدالله انصافي، د چهارشنبې په ورځ وویل چې دغه مړي په ناور ولسوالۍ کې موندل شوي دي.

د دغه افغان چارواکي په حواله درې مړي د هزاره ګانو او یو تن یې پښتون دی. دا لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې دغه کسان کومي ډلي تښتولي ول.

په دې وروستیو وختونو کې په افغانستان کې وسله والو ډلو ډله ييزو تښتونو ته مخه کړې.

د روان کال په فبروري میاشت کې وسله والو کسانو ۳۰ تنه هزاره گان د زابل ولایت په اړونده سيمه کې برمته کړل. تیره میاشت ۱۱ تنه نور هزاره ګان په بغلان ولایت کې برمته شول.

خو تر اوسه پوري يوې ډلي هم د دغو تښتونو مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. په افغانستان کي د وسله والو طالبانو ترڅنگ څو نوري ډلي هم فعالي دي.