1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عراق او سوريه کي د بهرنيو جنگياليو شمېر دوه برابره سوی

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۱۷, سه‌شنبه

د يوه نوي راپور له مخي په عراق او سوريه کي د بهرنيو جنگيالیو شمېر د تيرکال په پرتله دوه برابره سوی دئ. دغه شمېر اوس نژدې ۲۷۰۰۰ ته رسيږي. يوازي له داعش سره په زرونو پلويان یوځای سوي دي.

https://p.dw.com/p/1HJ3H
IS Kämpfer Archivbild 2013
انځور: picture alliance/ZUMA Press/M. Dairieh

په امريکا متحدو ايالاتو کي د امنيتي مشورو شرکت «Soufan Group» له خوا په يوه نوي خپاره سوي راپور کي راغلي دي چي «په عراق او سوريه کي د بهرنيو جنگياليو پديده په رشتيا يوه نړيواله ستونزه ده.»

د ډيرو هغو هيوادونو تلاښونه چي سوريې او عراق ته ئې د افراطيانو د سفر د مخنيوي په برخه کي کوي تر اوسه پوري کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د راپور له مخي له نژدې ۸۶ هيوادونو څخه له ۲۷۰۰۰ څخه تر ۳۱۰۰۰ پوري جنگياليو سوريې او عراق ته ځانونه رسولي دي.

د ۲۰۱۴م کال په جولای مياشت کي د يوې ورته پلټني له مخي عراق او سوريې ته د۱۲۰۰۰ بهرنيو جنگياليو د ورتگ خبره کېده.

په راپور کي راغلي دي چي د دغو جنگياليو ډېری د منځني ختيځ او شمالي افريقا دي چي نژدې ۸۰۰۰ کسانو ته رسيږي. دغه راز ۵۰۰۰ جنگيالي له اروپا څخه ورغلي او ۴۷۰۰ له پخواني شوروي اتحاد هیوادونو څخه ښوول سوي دي.

دغه امنيتي شرکت په خپل راپور کي زياته کړې ده چي د دغو بهرنیو جنگيالو له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنه پوري بيرته خپلو هيوادونو ته راگرځي چي دا به د دغو هيوادونو د امنيتي ارگانونو له پاره يوه ستره ستونزه وي، ځکه چي داعش تر سوريې او عراق دباندي يرغلونه پلانوي.

د «سوفان گروپ» په حواله د داعش دغه نوې تگلاره کيدای سي د هغو کسانو موقف ته هم بدلون ورکړي چي دغي ډلي غوښتل هغوی په بهر کي خپل سازمان ته جذب کړي.

داعش په پاريس کي د ترهگرو بريدونو مسئوليت منلی دئ. په دغو وسله وال يرغلونو او ځانمرگو بريدونو کي د روان ميلادي کال په نوامبر مياشت کي ۱۳۰ انسانان ووژل سول.