1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په دورې وهل؛ د طالبانو د «ظالمانه» سزا بیا راګرځیدل

حسین سیرت | فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

واک ته د طالبانو په بیا رسیدو سره ځینو فکر کاوه چې طالبانو په خپل دريځ کې بدلون راوستی، خو دغي ډلې ورو ورو وښوده چې د تیرې دورې سختو قوانینو ته پاپند دي.

https://p.dw.com/p/4K3YO
Konflikt in Afghanistan
انځور: Oliver Weiken/dpa/picture alliance

طالبانو څو ورځي وړاندي په لوګر، لغمان، بامیان، غزني او تخار ولایتونو کې لسګونه ښځې او نارینه په دې تور چې «غلا، نامشروع اړیکې او له کوره تښتېدلي» په دورو ووهل.

د طالبانو مشر ملا هيبت الله اخوندزاده د نوامبر مياشتي پر ۱۴ د محکمو قاضیانو ته امر وکړ چې «حدود او قصاص» عملي کړي.

اړوند مطلب: د طالبانو د مشر د «حدود او قصاص» د حکم په اړه غبرګونونه

هغه عکسونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس پر لاس شوي پکې ښودل کیږي، چې د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د نوامبر مياشتي ۲۳) د لوګر د مرکز پل علم په ورزشي لوبغالي کې سلګونه کسان راټول شوې دي او د دورې وهلو ننداره کوي.

د لوبغالي په منځ کې طالب وسله والو ۳ مېرمنې او ۹ نارینه په دورو ووهل او خلکو د دې صحنې لیدنه کوله. خبریالانو ته د دغو سزاګانو د عملي کولو پر وخت د ویډیو اخیستو اجازه نه ده ورکړل شوي.

د طالبانو د لوګر والي ویاند ویلي دي چې دغه حکم د لوګر په ورزشي لوبغالي کې عملي شو، چې تر ټولو ډېره سزا ۳۹ دورې او کمه یې ۱۲ دورې وې.

د افغان ښځو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، د دورې وهلو سزا په اړه غبرګون ښودلی او پر ټویټر یې لیکلي: «دا یو وحشتناک او خطرناک حالت دی چې طالبان غواړي نړۍ ته وښيي چې خپل سیاست ساتي. په تېر کې دغه ښه نه دي شوي او دغه ډله یو ځل بیا هيواد خطرناک حالت ته بیایي.»

اړوند مطلب: طالبان: که ښځي حجاب مراعت نکړي، نارینه یې مجازات کیږي

ظالمانه سزا

یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې په رپوټ کې یاد شي او د اکتوبر مياشتي پر دویمه په غزني کې د دورې وهلو شاهد و، دویچه ویله ته وویل، طالبانو په ټول ښار کې په لوړ اواز له خلکو وغوښتل چې د دغو مراسمو نندارې ته ورشي. هغه وویل، طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړ چې د دورې وهلو پر وخت که د چا دوکان خلاص و، مجازات به یې کړي.

دغه عیني شاهد وویل، طالبانو ځانګړي دورې په لاس کې لرلې چي له څرمني جوړې شوې وې او په داخل کې یې فلزي سکې وې. د دغه عیني شاهد په خبره، د دورې وهلو قربانیانو د وهلو پر وخت د درد له امله چیغې وهلې.

«طالبانو بدلون نه دی کړی»

څیړونکي وایي، هغه فکر بې معنی شو چې ويل کيدل دغه ډلې بدلون کړی او پخواني سخت قوانین به عملي نه کړي. د طالبانو دغه چلند په ډاګه کړه چې دغې ډلې بدلون نه دی کړی.

د سیاسي چارو څېړونکي احمد سعیدي په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «طالبانو بدلون نه دی کړی او په تېر یوه او یونیم کال کې لا ډېر ځپونکي ول، ستوونزې یې جوړې کړي او عوامو ته یې فریب ورکړی.» هغه زیاتوي: «طالبان هیڅ ډول انساني اصول نه مني او د نړۍ غوښتنو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.»

اړوند مطلب: ملا هيبت الله: د پخواني حکومت غړي مه مجازات کوئ

طالبان تېرکال له هغه وروسته بيا واک ته ورسېدل چې د دوحې تړون په پایله کې بهرني ځواکونه له افغانستان ووتل. سعیدي دغو بدلونونو او دغه راز د نړیوالې ټولنې له لوري هره اونۍ افغانستان ته د میلیونو ډالرو د لیږلو په اړه وایي: «غرب په هغو جنایتونو کې مسؤل دی، چې د طالبانو له لورې ترسره کیږي.»

Afghanistan Ein Soldat der streng muslimischen Taliban-Miliz angehört, schlägt einen Zivilisten mit einem Gummigürtel
انځور: EMMANUEL DUNAND/AFP via Getty Images

په اونۍ کې شاوخوا ۴۰ میلیونه ډالر افغانستان ته د بشري مرستو په نوم لیږل کیږي او لویدیځو مقاماتو ویلي دي چې دغه پیسې د طالبانو لاس ته نه ورځي.

د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي په دې اند دی چې له طالبانو څخه د منځلارو قوانینو تمه کول بې معنی دي، ځکه طالبانو د پاکستان په دیني مدرسو کې زده کړې لیدلي او د افراطي روزنې پر بنسټ هغوی هڅه کوي چې په خلکو سخت قوانین ومني. هغه وویل: «په پیل کې هم له طالبانو څخه دا تمه نه کیده چې طالبانو دې بدلون کړی وي.»

د شریعت عملي کول که صحرایي محکمه؟

د بشري حقونو په چارو کې د پخواني حکومت د دولت وزارت مرستیال عبدالواحد فرزام دویچه ویله ته وویل، د طالبانو اوسنۍ سزاګانې عادلانه نه دي او له همدې امله: «دغه سزاګانې خپلسرې او صحرایي دي. دغه سزاګانې له بشري حقونو څخه جدي سرغړونه ده، ظالمانه او د انساني کرامت خلاف دي.»

فرزام وایي، د طالبانو هیڅ سزا مشروع نه ده: «د تورن د نه منلو وړ بشري حقونو څخه یو خپلواکې او قانوني محکمې ته لاسرسی دی، هغه څه چې په افغانستان کې په عمل کې شتون نه لري، او هلته قضايي نظام سقوط کړی دی.» هغه وایي، مدافع وکیل ته لاس رسی د متهم یو بل حق دی، خو د طالبانو په محاکمو کې دغسې څه شتون نه لري.

اړوند مطلب: طالبانو تخار کې ۱۹ تنه په دُرو وهلي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ رئیسې شهرزاد اکبر، د طالبانو د دورې وهلو په اړه غبرګون څرګند کړی دی. هغه د ټویټر په پاڼه لیکلي دي: «د دغه خبر اوریدو زموږ وجود درد وکړ.»

اکبر په افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتیدو څخه اندېښنمه ده او لیکلي یې دی: «د ټولو ماشومانو په اړه فکر کوم چې په هغه هېواد کې لویږي، چې حاکمان یې په انسانانو د دورې په وهلو عدالت تامینوي.

آیا نړۍ به طالبان په رسمیت وپیژني؟