1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شیکاگو کې د افغانستان په هکله خبرې پیل شوې

۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبه

په شیکاگو کې د ناټو د غونډې په دویمه ورځ چې د افغانستان په هکله پکښې خبرې اترې کیږي، ولسمشر اوباما وویل چې د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون ښيي چې افغانان به تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم یوازې پاتې نه شي.

https://p.dw.com/p/14zXB
انځور: REUTERS

د غونډې دویمه ورځ د ناټو د عمومي سرمنشي اندریس فوگ راسموسن، په خبرو پیل شوه. هغه وویل: «دا د ناټو په تاریخ کې تر ټولو لویه غونده ده چې د افغانستان او د دغه هیواد د خلکو پر وړاندې زموږ تعهد ښي.»

راسموسن زیاته کړه چې ناټو په افغانستان کې د ترهگرو د پټنځایونو د له منځه وړلو په موخه عملیات پیل کړل چې د امنیت د لیږد د بهیر په بشپړیدو سره به دغه عملیات پای ته ورسیږي. هغه وویل چې افغان ځواکونو ته د امنیتي مسئولیتونو له لیږدولو سره د ناټو د ځواکونو نقش وار په وار راکم شي:

«ناټو به د خپلو افغان ملگرو روزنې، هغوی ته د مشورو په ورکولو او له هغوی سره د همکارۍ په کولو ډیره توجه وکړی...په ۲۰۱۴ کال کې به د ایساف عملیات پای ته ورسیږي او د ناټو جنگي عملیات په هم ختم شي.»

راسموسن وویل چې تر دې نیټې وروسته به ناټو په افغانستان کې افغان امنیتي ځواکونو ته ضروري مالي اسانتیاوي برابرې کړي: «موږ ټول خپل هدف ته متعهد یو. زموږ هدف په یوې باثباته سیمې کې د یوه دیموکراتیک او امن افغانستان جوړول دي.»

په دې غونډه کې ولسمشر اوباما وویل چې دا چې په دې غونډه کې د ډیرو هیوادنو استازو گډون کړی دئ د دې خبرې څرگندويي کوي چې د افغانستان عملیات یو نړیوال عملیات دي. هغه وویل چې دوه کاله مخکې د لزبون په غونډه کې په افغانستان کې د امنیت د لیږد د بهیر د پلې کیدو پر سر پریکړه وشوه. د اوباما په خبره په تیرو دوه کلونو کې په دې برخه کې ډیر پرمختگ شوی دئ. هغه وویل چې افغان ځواکونه به په ۲۰۱۳ کال کې په ټول افغانستان کې د عملیاتو قومانده پر غاړه واخلي:

«د افغانستان او امریکا تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو تړون چې ما او ولسمشر کرزي په کابل کې لاسلیک کړ ښيي چې دا چې افغانان به یوازې پرې نه ښودل شي.»

په شیکاگو کې د ناټو غونډه د دې سازمان په تاریخ کې تر ټولو لویه غونډه ده. د دې غونډې د بحث موضوعگاني په اورپا کې د توغندیو دفاعي سیستم او له افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو وتل دي. د غونډې په لومړۍ ورځ د توغندیو د دفاعي سیستم په اړه خبرې اترې شوي دي.

مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم