1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سپين بولدک کي له چمن سره دروازه اوس هم تړلې ده

عبدالغني کاکړ/ کوټه۱۳۹۵ شهریور ۱, دوشنبه

د افغانستان او پاکستان تر منځ د چمن سرحدي لاره په پنځمه ورځ هم تړلې ده. د رپوټونو له مخې د ځینو افغانانو له لوري د پاکستان بېرغ سوځول د دغه لانجې سبب گرځیدلی دی. د پولې دواړو غاړو ته ډیری لارۍ بندي دي.

https://p.dw.com/p/1JmfP
انځور: Reuters

د آلمان خبري آژانس د پاکستان د نیمه پوځي ملېشو د یوه چارواکي صفدر خان، له قوله لیکلي دي چې د چمن سرحدي لار وروسته له هغې تړل شوې چې یو شمیر افغان ځوانانو چې د خپلواکۍ ورځ یې لمانځله (د اگست مېاشتې ۱۸مه) پر سرحدي دروازه کاڼي واورول او د پاکستان بیرغ یې وسوځاوه. دغې سرحدي دروازې ته د «دوستۍ گېټ» هم وایي.

نوموړي چارواکي زیاته کړې ده چې د پولې دواړو غاړو ته په سونو لارۍ چې پکښې خوراکي او نور توکي بار دي بندې پاتې دي.

همداشان له کویټې څخه د دویچه ویله ځایي خبریال په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له تیرو څو ورځو راهیسې پر پوله هر ډول تگ راتگ بند دی او له دې کبله د افغانستان سویل ته د ناټو ځواکونو له پاره اکمالات چې له همدې لارې تر سره کیږي ځنډیدلي دي.

د پاک افغان دوستۍ گېټ، د بندیدو له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ سفر کوونکي وگړي او سوداگر هم له سختو ستونزو سره مخامخ دي. په لاریو کې بار خوراکي توکي چې ارزښت یې سونو زرو افغانیو ته رسیږي مخ پر خرابیدو دي.

د محمد نبي په نوم یوه موټروان ویلي دي چې د سرحدي لاري د بندیدو له کبله د دوی پر کاروبار ډیر منفي اغیز شوی دی. هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي: «له تیرو څلورو ورځو راهیسې زموږ لارۍ له دروازې سره ولاړې دي او امنیتي چارواکي موږ ته د وړاندي تگ اجازه نه راکوي. که چیرې افغانانو پاکستانی بیرغ سوځولی، نو په دې کې زموږ څه گناه ده؟ د پاکستان له حکومت څخه خواست کوو چې دروازه ژر تر ژر پرانیزي چې نور له ستونزو سره مخامخ نه شو.»

د هغه په خبره په ځینو لاریو کې ترکاري، میوه او د خوراک نور مواد بار دي چې د سختې گرمۍ له کبله خراب شوي دي او له دې کبله له سخت تاوان سره مخامخ دي.

د نیمه ملیشو د چارواکي صفدر خان په خبره د میلادي اوونۍ په پای کې افغان او پاکستاني چارواکو د دغې ستونزي پر سر خبري اترې کړي دي خو په وینا یې کوم توافق ته نه دي رسیدلي. د هغه په خبره په پام کې ده چې د دواړو اړخونو سرحدي قوماندانان د دوشنبې په ورځ سره بیا وویني.

څه موده وړاندي د پاکستان له لوري په تورخم کې د یوې دروازې د جوړولو پر سر هم د دواړو هیوادونو د امنیتي ځواکونو تر منځ نښتي رامنځ ته شوي وې چې دغه دروازه هم د څو ورځو له پاره تړلې پاتې شوې وه.

دا به هم درته جالب وي