1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سويز کانال کي بنده بېړۍ بېرته روانه سوه

۱۴۰۰ فروردین ۹, دوشنبه

نړيوالو رسنيو د سويز کانال د بېرته خلاصيدو خبر ورکړ. د «ايور ګرين» په نوم بار وړونکي بېړۍ له نژدې يوې اونۍ راهيسي دغه کانال بند کړی وو.

https://p.dw.com/p/3rJne
Satelliten-Bild | Ägypten Suez-Kanal Containerschiff Ever Given blockiert Seeweg
په سويز کانال کي د ايورګرين بېړۍ انځورانځور: Maxar Technologies/REUTERS

بنده سوې «ايورګرين» بېړۍ بېرته خلاصه سوې او په حرکت کي ده. دغه بېړۍ د سويز کانال په منځ کي بنده پاته سوې وه او له کبله يې دغه کانال د نورو کښتيو پر مخ بند سوی وو.

د يادي بېړۍ شرکت پر ټويټر د دغې بيړۍ د بېرته محرک کېدو خبر ورکړ. د بېړيو موقعيت ښودونکو پاڼو (Myshiptacking) او (Vesselfinder) هم ښودلې چي دغه کښتۍ په کانال کي مخ پر وړاندي روانه ده. د کانال چارواکو هم ويلي چي دغه بيړۍ پر سم استقامت برابره سوې او په حرکت کي ده.

مرستندويه ډلو، لويو ماشينونو او کش کوونکو موټرو له څو ورځو راهيسي هڅو ته ادامه ورکړې وه چي دغه بېړۍ خلاصه کړي. بار وړونکې دغه لويه بېړۍ د کانال په منځ کي څرخېدلې وه او يوه برخه يې په ريګو کي بنده سوې وه. دا چي مرستندويان په زرونو کانټنرونو بار د دغې بېړۍ په خلاصولو کي بريالي سول، یوه وجه يې بشپړه سپوږمۍ هم وه.

د مصر ولسمشر فتح السيسي تر مخه امر کړی وو چي له دغې بيړۍ څخه دي کانټنرونه ليري کړل سي که يې د خلاصون بله لاره بريالۍ نه سي. خو په ريګستان کي واقع دغه سيمه کي به د کانټنرانو انتقال څو ورځي او يا حتی اونۍ وخت نيولی وای. دا ځکه چي دلته نژدې نه بندر سته او نه د دا ډول کار له پاره اړين نور بنيادي جوړښتونه.

د سويز کانال د نړيوال تجارت له پاره زښت زيات اهميت لري. د دغه کانال د بندېدو له کبله پر مسؤلينو فشار زښت زيات سوی وو. دا ځکه چي ۳۷۰ بيړۍ په قطار کي درېدلي وې چي له دغه کانال څخه تيري سي. په دغو کي ۲۵ د نفتو وړونکي لوی بېړۍ وې.

د سويز کانال د نژدې يوې اونۍ بند پاته کېدو له کبله رامنځته سوی اقتصادي تاوان اوس هم زښت جګ دی. د بيمۍ د اليانڅ شرکت د اټکل له مخي د سويز کانال د هرې ورځي بندښت نړيوال تجارت ته په زرونو ميليونه ډالره تاوان رسولی دی.

د نفتو د ترانسپورت له پاره مهمه لاره

د جاپاني شرکت بار وړونکې بيړۍ «ايورګرين» د روتردام پر لور پر لارې وه چي په سويز کانال کي د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۳مه نېټه) پر وچه وخته او بنده سوه. له هغه راهيسي د سويز کانال بند سوی وو او نوري بيړۍ نه سوای پکښي تېرېدلای.

د سويز کانال لا تر اوسه د نورو کښتيو پر مخ نه دی پرانستل سوی. دا لا نه ده معلومه چي کله به نورو کښتيو ته له دغه کانال څخه د تېرېدو اجازه ورکول سي.

د سويز کانال ۱۹۳ کلومتره اوږد دی او مديترانه د سرې بحيري سره نښلوي. په دې توګه د آسيا او اروپا تر منځ بحري لاره په لوړه اندازه را لنډيږي. د ۲۰۲۰م کال د شميرو له مخي په دغه کال کې تقريبا ۱۹۰۰۰ بيړۍ تر دغه کانال تيري سوې. د اروپا پر لور د تجارتي مالونو او په زياته خامو تيلو د ترانسپورت له پاره دغه کانال زښت زيات مهم دی.

د آلمان په کيل کي د نړيوال اقتصاد د انستيتيوت په حواله د چين او آلمان تر منځ تلونکي او راتلونکي ۹۸ سلنه بيړۍ تر دغه کانال تيريږي. د آلمان د وارداتو او صادراتو تقريبا ۹ سلنه لېږد را لېږد هم د دغه کانال له لاري کيږي.

د مصر هيواد له پاره نه يوازي خپل شهرت او اعتبار د دغه بندښت له کبله د ګواښ سره مخامخ ؤ، بلکي د ياد انستيتيوت په وينا د هرې بندي ورځي له کبله دغه هيواد ته ۱۲ ميليارده يورو تاوان رسيدی.

آ./ا.ا./ن.ز.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: