1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په سوریه کې ځانمرگي برید ۳۰ کسان ووژل

دویچه ویله/ سید ریاض۱۳۹۲ مهر ۲۸, یکشنبه

د سوریې د حما په ښار کې د پوځ د یوې پوستې تر څنگ په چاودیدونکو توکو بار، ډکه لارۍ د یوه ځانمرگي برید کوونکي له لوري چول شوې ده. په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژل شوي او نور په لسگونو کسان بیا سخت ټپیان دي

https://p.dw.com/p/1A2pe
انځور: Reuters

د سوريې د بشري حقونو د څار ډلې ویلي دي چې دغه پیښه د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر شلمه) د سوریې په مرکزي ښار حما کې رامنځ ته شوې ده.

د سوریې له پاره لندن میشته د بشري حقونو د څار ډلې له لورې په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې «د رژیم د سرتیرو په شمول ۳۱ تنه هغه وخت ووژل شول، کله چې یوه کس د چاودیدونکي توکو ډکه لارۍ له سلامیه سره د حما د نښلونکي سړک پر سر د پولیسو یو پوستې ته څیرمه وچول شوه.»

نوموړې ټولنې په خپله وینا پاڼه کې زیاته کړې ده چې ښایي د مړو شمیر زیات شي، ځکه چې د لسگونو ټپیانو په جمله کې د یو شمیر کسانو روغتیايي وضعیت د انديښنې وړ دي.

د سوریې دولتي تلویزون هم د یکشنبې په ورځ د نوموړې پیښې خبر ورکړی دی او ویلي یې دي چې یو شمیر کسان په دغه پیښه کې ټپیان شوي دي، خو کوم ځانگړي ارقام یې په گوته کړي نه دي.

دولتي خبري آژانس صنعا د دغه برید پړه پر «تروریستانو» وراچولې ده، چې دغه اصطلاح زیاتره وخت د حکومت له لوري پاڅون کوونکو ته استعمالیږي.

دغه برید د سوریې د کورنۍ جگړې په ترڅ کې چې پرې دوه نیم کاله اوړي او سوریه یې په دوو برخو ویشلې ده، د تاوتریخوالي وروستۍ پیښه ده. د ملگرو ملتونو د اټکلونو له مخې د سوریې په کړکیچ کې تر سلو زرو زیات انسانان وژل شوي دي.

د سوریې د سولې په تړاو د تر سره کیدونکي کنفرانس په اړه بحثونه

په عین وخت کې د سوریې د سولې په تړاو کنفرانس چې موخه یې د دغه هیواد کورنۍ جگړې ته د پای ټکې ایښودل دي، په اړه بحثونه شوي دي. په دې تړاو د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي لخضر براهیمي او عربي لیگ د مشر نبیل العربي ترمنځ په مصر کې خبرې اترې تر سره شوي دي.

په انځور کې کیڼ اړخ ته د م.م. ځانگړی استازی لخضر براهیمي او ښي اړڅ ته د عربي لیگ مشر نبیل العربي
په انځور کې کیڼ اړخ ته د م.م. ځانگړی استازی لخضر براهیمي او ښي اړڅ ته د عربي لیگ مشر نبیل العربيانځور: Reuters

العربي ویلي دي چې په دې تړاو به د نومبر د میاشتې پر ۲۳مه نیټه په ژنیو کې خبرې اترې پیل شي، خو براهیمي بیا خبریالانو ته ویلي دي چې کومه نیټه ټاکل شوې نه ده.
د سوریې اپوزیسیوني ډلې چې په خپل منځ کې هم ژور اختلاف لري، ټولې ډلې یې نه غواړي چې په دغسې یوه غونډه کې گډون وکړي. د بشارالاسد حکومت ویلي دي چې هغسې یو جوړجاړي ته به غاړه کښینږدي چې د ده د استعفا غوښتنه پکښې شوي وي.