په سوریه کې هوایي برید ملکیان وژلي
۱۳۹۷ تیر ۲۲, جمعهد سوریې دولتي رسنیو او څارونکو د جمعې په ورځ ویلي دي چې ختیځ ولایت دیر الزور کې د پنجشنبې په شپه په یوه هوایي برید کې په لسونو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. دغه سیمه د داعش په ولکه کې ورستۍ پاته سیمه ده.
لندن میشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د عراق پولې ته څیرمه په یوه کلي کې د پنجشنبې په شپه هوایي برید د یخ جوړولو یوه فابریکه په نخښه شوې چې لږ تر لږه یې ۲۸ تنه وژلي دي. د دغه سازمان په وینا ډیرو کورنیو له دغې فابریکي څخه د یوې سرپناه په توګه کار اخيست.
د سوریې دولتي خبري آژانس سنا رپورټ ورکړی دی په پيښه کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او ډیر نور ټپیان شوي دي. په رپوټ کې د امریکا متحدو ایالاتو په مشرتوب پوځي ائتلاف کې د برید له پاره مسئول ګڼل شوی دی.
د عراق جنګي الوتکو په گډون چې د امريکا په مشرتوب ائتلاف پوري اړه لري، له تیرې مودې راهیسې په دغه سیمه کې د داعش پر ضد بمباري کوي. داعش اوس هم د سوریې په شمال کې ځینې کوچنۍ برخې تر خپل کنترول لاندې لري.
د سوریې حکومت په درعا کې خپل بیرغ پورته کړ
په عین وخت کې د سوریې حکومت په سویلي ښار درعا کې د پنجشنبې په ورځ خپل بیرغ پورته کړ. دغه سیمه په ۲۰۱۱م کال کې د بشارالاسد پر ضد پاڅون اصلي ټاټوبی وو.
د سوریې د پوځ له لوري وروسته له هغې په دغه ښار کې حکومتي بیرغ پورته شو، چې پوځ د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو ته وخوځید. دا په سوریه کې لومړنی ښار وو چې احتجاجونه پکښې پيل شول او د اصلاحاتو او بشارالاسد د لیرې کیدو غوښتنه یې کوله.
له سمبولیک اړخه دغه ګام مهم ګڼل کیږي، چې د اسد حکومت له مهم سویلي ښار درعا څخه د یاغیانو پر شاتمبولو ته ادامه ورکړې ده. دغه سیمه له اردن او اسرائیل له خوا د اشغال شوو ګولان تپو سره پوله لري.
حکومتي ځواکونو د روان میلادي کال په می میاشتې کې پلازمینه دمشق خوندې کړی وو.
ویل کیږي چې د سوریې کړکیچ د اټکلونو له مخې تر ۴۰۰ زرو انسانانو ژوند اخیستی او په میلیونونو نور کسان یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي.